د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

افغان چارواکي: ځوان نسل باید د پوهاند حسن کاکړ پر پل قدم کېږدي


په علمي چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار، د مشهور افغان تاریخ لیکونکي پوهاند حسن کاکړ مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه ګني، وايي چې د نوموړي تشه به تر ډېره د افغانستان په علمي او اکاډیمیکه برخه کې محسوسه وي.

پوهنوال لعل پاچا ازمون د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې د پوهاند حسن کاکړ مړینه د افغانستان د تاریخ او پوهنتونونو لپاره یوه لویه ضایعه وبلله.

ازمون: د پوهاند کاکړ صاحب مړینه یوه لویه ضایعه ده.
ازمون: د پوهاند کاکړ صاحب مړینه یوه لویه ضایعه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د ده مړینه یوه لویه ضایعه ده، ځکه موږ داسې څوک نه لرو چې د کاکړ صیب ځای ونیسي، کاکړ صیب د افغانستان د تاریخ او د افغانستان د پوهنتونونو لپاره یوه لویه ضایعه ده."

پوهاند حسن کاکړ په لغمان ولایت کې زېږېدلی و، لومړنۍ زده کړې یې په لغمان او د کندهار په احمدشاه بابا لېسه کې کړي وې،‌ دوه کاله یې د کابل دارالمعلمین لوستی او د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له پوهنځي نه فارغ شوی و.

په ۱۹۶۱ زېږدیز کال کې د افغانستان د حکومت په سکالر شپ لندن پوهنتون ته تللی او اووه کاله یې د منځني ختیځ د اسلامي پېر او د اوسنۍ اروپا په تاریخ کې زده کړې کړې وې.

ده د کابل پوهنتون لیسانس د لندن پوهنتون له لسانس سره معادل کړ او د فلسفې په برخه کې یې ماسټري وکړه.

پوهاند کاکړ په ۱۹۷۲زیږدیز کال د نورو ځانګړو څېړنو لپاره د امریکا پوهنتون ته لاړ او هلته یې د امیر عبدالرحمن خان پر مهال د افغانستان د حکومت او ټولنې په اړه څېړنه پیل کړه.

چې بیا یې د همدې اثر پر بنسټ د لندن له پوهنتون څخه ډاکټري واخیسته.

پوهاند کاکړ په کابل پوهنتون کې استاد پاتې شوی، زیات شمېر شاګردان یې روزلي او په پښتو، دري او انګزیزي ژبو اثار لري.

پوهاند حسن کاکړ د جمعې په ورځ د امریکا د کلیفورنیا ښار په یوه روغتون کې د اته اتیا کلنۍ په عمر د ژوند پور پرې کړ.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په داسې حال کې چې د پوهاند کاکړ مړینه د افغانستان لپاره یو لویه ضایعه ګڼي له ځوانو کدرونو غواړي چې د نوموړي لاره تعقیب کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

سادات: ځوان کدرونه باید د پوهاند کاکړ لار تعقیب کړي.
سادات: ځوان کدرونه باید د پوهاند کاکړ لار تعقیب کړي.

"د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرحوم حسن کاکړ مړینه یوه لویه ضایعه ګڼي، د کاکړ صیب اثار د افغانستان د تاریخ په برخه کې ډېر مؤثر دي او د افغانستان له اوسني قلم په لاس نسل نه هیله دا ده چې د پوهاند صیب په پل قدم کېږدي."

د پوهاند کاکړ مړینه افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د تسلیت د ځانګړو پیغامونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره یو ستره او نه جبران کېدونکې ضایعه بللې ده او په تولنیزو رسنیو، فیس بوک او توېټر کې هم د بېلابېلو عملي شخصیتونو له خوا افغان ولس ته له دې امله تسلیت ویل شوی دی.​

ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې په افغانستان کې دننه او بهر د بېلابېلو حکومتي ادارو، علمي او فرهنګي کړیو او ټولنو له خوا د پوهاند کاکړ د فاتحې او یاد غونډې هم جوړې شي.

د اسټرالیا په سیدني ښار کې د یوې خصوصي راډیو مسؤل، لیکوال او شاعر عبدالهادي، هادي په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې د یادې راډیو د شنبې د ورځې ټولې خپرونې به د اروښاد کاکړ په ویر کې وي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG