د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په متحده عرب اماراتو کې د جام صحرا په نوم د شل اوره سیالیو لپاره د چمتووالې په هدف تمریني لوبي کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان
د کرکټ ملي ټيم به په الف ګروپ کې د ایرلنډ، نامیبیا او متحده عرب اماراتو سره سیالي وکړي.
"له دې مخکې چې سیالۍ پیل شي لوبغاړي دوه- درې ورځې تمریني لوبې کوي، په دې خاطر چې د دواړو هېوادونو اقلیم فرق لري."
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم تېره ورځ متحده عرب اماراتو ته سفر وکړ او په جام صحرا سیالیو کې به یې لومړۍ سیالي د جنوري پر ۱۴ نیټه د ایرلنډ له ټیم سره وي.