د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

غني: اساسي قانون تطبیق سیاست او اداره کې کلتوري تغیر ته اړتیا لري


ولسمشرغني په هېواد کې د قانون د بشپړ حاکمیت برخه کې د خپلې ژمنې په ټینګار سره وايي چې دی تر ټولو زیات په خپل ځان د قانون د پلي کېدو پلوي دی او د هغې د تطبیق ټینګه اراده لري.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ یې د اساسي قانون د تصویب د دیارلسمې کلیزې لمانځغونډې ته په ارګ کې خبرې کولې وویل، د اساسي قانون تطبیق په سیاست او اداره کې کلتوري تغیر ته اړتیا لري.

نوموړي وویل:

"نن د ژمنې د بیا تجدید ورځ ده چې د اساسي قانون ټول موارد انشاءالله د اساسي قانون مطابق عملي کېږي او د قانون حاکمیت چې زموږ د ټولو هیله ده انشاءالله په واقعیت بدلېږي."

ښاغلي غني د اساسي قانون د ۱۳مې کلیزې په مناسبت یو فرمان هم صادر کړ چې له مخې یې باید د اساسي قانون اوونۍ په کلني مهالویش کې شامله او په ټول هېواد کې ولمانځل شي.

ښاغلي غني د اساسي قانون د دیارلسمې کلیزې په مناسبت یو فرمان هم صادر کړ
ښاغلي غني د اساسي قانون د دیارلسمې کلیزې په مناسبت یو فرمان هم صادر کړ

نوموړي په همدې تړاو له ملي شورا وغوښتل، د هغو خلکو د ستاینې لپاره یو مډال هم ترتیب کړي چې د اساسي قانون حاکمیت لپاره یې ښایسته سالاري ښودلې وي.

د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د جدي د میاشتې په ۱۴نېټه د لویې جرګې له‎خوا تصویب او د وخت د انتقالي اسلامي دولت رئیس حامد کرزي له خوا توشیح او نافذ اعلان شو.

که څه هم دا قانون د سیمې تر ټولو غني، معاصر او غوره قانون ګڼل کېږي خو نه تطبیق یې بیا په هېواد کې د روانو ډېرو ستونزو مهم لامل ګڼل کېږي.

په دې لړ کې تر ډېره انتقادونه خپله په مقننه قوه کې هم موجود دي.

ولسمشر وايي:

"هغه ورځ چې د افغانستان ولسي جرګه او مشرانو جرګه په خپل ځان د قانون د تطبیق نمونه شي ټول افغانستان به انشاءالله ارام شي."

له دې سره د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه خپله د ملي وحدت حکومت تشکیل د درې ګونو قواوو ترمنځ اړیکې او ګڼې نورې برخې د قانون ماتونې منشا بولي.

خو د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د اساسي قانون د تصویب لمانځغونډې ته په خپله وینا کې د حکومت دا ډول تشکیل چې د حقوق پوهانو له‎خوا تر ټولو ستره قانوني سرغړونه یادېږي د وخت اړتیا وبلله.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"د ملي وحدت حکومت جوړښت په خاصو شرایطو کې وشو، د افغانستان د خلکو اړتیا وه او د بحرانه د وتلو اړتیا وه، دا یوه پېښه وه چې د افغانستان په تاریخ کې ثبت شوي او افغانان به یې په اړه قضاوت کوي، نن هم دوی قضاوت کوي همدا نن ټوله ملامتي په موږ اچوي که باران هم ونه وریږي وايي چې دا د ولسمشر او اجرائیه رئیس اغېز دی او ټوله ملامتي دلته راځي."

هغه وايي چې د اجرائیه ریاست د برخلیک په اړه د اساسي قانون د تعدیل موضوع هم معلومه ده خو په دې اړه جوړې شوې کمېټې تر اوسه لازم کارونه نه دي کړي.

نوموړی وايي، اوس هم د نظام د پارلماني کېدو په اړه په خپل پخواني نظر دی او له همدې امله که د قانون د ځینو مادو د تعدیل خبره کېږي باید بل فکر ونه شي.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسان بیا د قانون د تصویب ورځې لمانځغونډې تر څنګ د قانون تطبیق ته پر زیات کار ټینګار کوي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار دې غونډې ته وویل، د قانون د بشپړ تطبیق لپاره د جمهور رئیس غني د هڅو ترڅنګ یوې ملي اجماع ته اړتیا ده.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"جمهور رئیس تاسې په دې برخه کې ډېرې هڅې کړي او دعا کوو چې لا هڅې وکړې خو یوې ملي اجماع ته اړتیا ده، په رهبري د حکومت او په مجموع کې د دولت له‎خوا باید تغیر راشي څو خپله دولتي چارواکي په خپل ځان قانون حاکم کړي. که موږ په خپله د قانون ماتونکي و نو نه به د ملت زموږ څخه حیا کېږي او نه به مو خوله څه اغېز لري."

له دې سره د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون مشر محمد قاسم هاشمزی وايي چې د اساسي قانون د تطبیق د ګراف لوړېدو په خاطر نوي پلانونه عملي کوي.

د دغه کمېسیون پخوانی رئیس ګل الرحمان قاضي بیا په دې باور دی چې پرله‎پسې قانون ماتونه د دې سب شوي چې د قانون رعایت او تطبیق نېږدې تر صفره ورسېږي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG