د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

فراه ته د قطر عربان ښکار ته راغلي که مرستې ته؟


په فراه کې د قطر عربانو ته یو شمېر مدني فعالان اندیښنه لري. د قطر د عربانو شل کسیزه ډله د سې شنبې په ورځ دغه ولایت ته ورسېده.

د دوی مشر شیخ علي بن عبدالله رسنیو ته وویل چې دوی له افغانستان سره د مرستې لپاره راغلي دي.

نوموړي وویل:

"افغانستان زموږ ورور هېواد دی، موږ به دلته جوماتونه، ښوونځي او روغتونونه جوړ کړو او د کرنې او مالدارۍ برخه کې به له افغانانو سره مرستې وکړو، دا زموږ د راتګ هدف دی."

دا درېیم کال دی چې د ژمي په وخت د قطر عربان فراه ته ځي.

د فراه یو شمېر اوسیدونکي وایي چې دغه عربان یو ډول نایابه مرغان ښکار کوي خو د فراه د والي ویاند ناصر مهري ازادي راډیو ته وویل چې دغه عربان یوازې د رغاونې کارونه کوي.

XS
SM
MD
LG