د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

اوباما: افغانستان کې د امریکا نیمګړې مبارزه به ټرمپ مخته یوسي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکا روانه مبارزه نیمګړې وبلله او ویې ویل چې دا ماموریت به نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخته یوسي.

بارک اوباما تېره شپه په واشنګټن کې د امریکا له پوځي قوماندانانو او لوی درستیزانو سره ګډې غونډې ته دا خبرې وکړې.

د امریکا منتخب ولسمشر ته د واک لېږدېدو په درشل کې ولسمشر بارک اوباما وویل چې امریکا لا هم په افغانستان کې په جدي مبارزه کې ښکېله ده.

ولسمشر اوباما تېره شپه د وروستي ځل لپاره د امریکا د ولسمشر او د ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه د خپل هېواد له جګ‎پوړو پوځي چارواکو سره په واشنګټن کې ولیدل.

دې غونډې ته اوباما وویل چې دی غواړي مطمئن شي چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته واک په ارامه ولیږدي.

ولسمشر اوباما
ولسمشر اوباما

نوموړی وايي:

"باید ډاډه شو چې د انتقال د پروسې پر مهال، مسؤلیتونه ورو-ورو انتقالېږي او هر څه په خپل ځای پاتې کېږي. ښکاره ده چې موږ په موصل او سوریه کې له داعش سره په جدي مبارزه بوخت یو. د افغانستان جګړه هم دوام لري. په داسې وضعیت کې چې څه زموږ په توان کې وي هغه به کوو څو راتلونکی ولسمشر له ټولو هغو ګټو ګټې ترلاسه کړي چې ما د دې میز د شاوخوا ناستو کسانو له عالي سلا مشورو او هڅو ترلاسه کړې دي."

بارک اوباما ژمنه کړې وه چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه چې د افغانستان جګړه ده د خپل کار تر پای پورې سرته ورسوي، خو داسې ونه شول او برعکس د تېر کال په جولای میاشت کې اوباما پریکړه وکړه چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ورو کړي.

اوس چې دوه اوونۍ د ده د ولسمشرۍ د دورې پاتې دي، لا هم تر اته زره ډېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې شته.

ډونالډ ټرمپ به د جنوري په شلمه د بارک اوباما پر ځای په رسمي ډول ولسمشر شي، ده تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په اړه په څرګند ډول څه نه‎دي ویلي او تراوسه دا هم روښانه نه ده چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو په اړه څه پریکړه کوي.

د ټرمپ دغه غلي دریځ سوالونه پیدا کړي دي او یو شمېر کسان یې اندیښمن کړي دي.

د ټرمپ دغه غلي دریځ سوالونه پیدا کړي دي او یو شمېر کسان یې اندیښمن کړي دي.
د ټرمپ دغه غلي دریځ سوالونه پیدا کړي دي او یو شمېر کسان یې اندیښمن کړي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې افغانان په بې صبرۍ انتظار دي چې امریکا به د ټرمپ د واکمنۍ پرمهال له دوی سره څه کوي.

دغه راپور نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ خپور کړ.

دا راپور د بشري حقونو د څار د ډلې د افغانستان د برخې جګپوړي څیړونکي هیټربار لیکلی دی.

لیکوال د امریکا له نوي ولسمشره غوښتي دي چې له افغانستان سره دې د واشنګټن مرستې د اوس په څېر ادامه پیدا کړي.

د بشري حقونو د څار د ډلې په راپور کې همدا راز ډونالډ ټرمپ ته وړاندیز شوی دی چې په افغانستان کې له تېرو تیروتنو او بریاو زده‎کړې وکړي.

XS
SM
MD
LG