د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

فیفا: حکومت دې د انتخاباتي کمېسیونونو په چارو کې مداخله نه‌کوي


يو شمېر مدني بنسټونه او سیاسي ګوندونه په انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو د راوستو تر څنګ د انتخاباتي کمېسیونونو په خپلواکۍ ټینګار کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئیس يوسف رشيد د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتي اصلاحاتو د اصول‌نامې د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د شفافو او بریالیو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د انتخاباتي کمېسیونونو تر څنګ نور بنسټونه هم باید خپل رول ولوبوي.

ښاغلی یوسف وايي، حکومت باید د انتخاباتو برخه کې د خپلواکۍ اصل ته درناوی وکړي او انتخاباتي کمېسیونونه هم باید په پوره خپلواکۍ سره کار وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئیس يوسف رشيد
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئیس يوسف رشيد

نوموړی وايي:

"له حکومته مو غوښتي چې د استقلالیت اصل ته درناوی وکړي او انتخاباتي کمېسیونونو ته د مستقلو بنسټونو په توګه وګوري او د دوی په کارونو کې مداخله ونه‌کړي، په ورته وخت کې مو له کمېسیونونو هم غوښتي چې دوی هم خپل استقلالیت ته پاملرنه وکړي او په خپلو پرېکړو او ټولو چارو کې خپلواک پاتې شي."

ښاغلی یوسف وايي، دوی په انتخاباتي سیسټم کې د اصلاح لپاره د شاوخوا ۵۰ بېلابېلو بنسټونو او ادارو سره په ګډه يوه اصول‌نامه جوړه کړې او دغه اصول‌نامه‌يې حکومت او انتخاباتي کمېسیونونو ته سپارلې ده.

په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د ولسمشریزو انتخاباتو له ترسره کولو وروسته د دغو انتخاباتو د شفافیت پر سر ډېرې ناندرۍ را پورته شوې خو د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو سره د دې حکومت مشرانو د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره ژمنه وکړه.

د دوی له ژمنې سره سم غوراوي کمېټې له خپل کار وروسته د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو لېست ولسمشر ته وسپاره چې ولسمشر بیا له دغې ډلې اووه تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او پنځه تنه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره غوره کړل.

بل پلو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دغه کنفرانس ته په وینا کې وویل چې حکومت په انتخاباتي سیسټم کې اصلاح او د انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی او د انتخاباتو مسئله د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

نوموړی وايي:

"د انتخاباتي نظام اصلاح او د انتخاباتو ترسره کولو لپاره حکومت او سیاسي مشران قوي اراده لري بله مهمه مسئله چې حکومت په دې برخه کې په پام کې لري هغه د انتخاباتو ترسره کولو لپاره د مالي امکاناتو برابرول دي."

ښاغلی مرتضوي وايي، حکومت په انتخاباتي نظام کې بنسټیزو اصلاحاتو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو په راوستو سره د ولس بایللی اعتبار بېرته ترلاسره کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG