د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ټرمپ داسې سیاستوال غوره کړي چې د ایران ضد دریځ لري


ویل کېږي چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله اداره کې داسې سیاستوال غوره کړي دي چې د ایران ضد دریځ لري.

په عین حال کې د سوریې په حلب ښار کې د ایران د پلوي رژیم پوځي بریاوو داسې اندېښنې پارولې دي چې ښايي تهران د همدې بریاوو په مرسته د ټرمپ له ادارې څخه ځیني امتیازونه ترلاسه کړي.

ایران چې له څو لسیزو راهیسې په انزوا کې دی په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې یو لړ بریاوې ترلاسه کړي.

ځیني کارپوهان په دې باور دي چې تهران ښايي د دې بریاوو په مټ د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا د راتلونکې ادارې له مبهمو پالېسیو سره جوړ شي.

ځیني څارونکي په عین حال کې دا وېره هم لري چې په منځني ختیځ کې د تهران رول ښايي په پراخېدو وي.

که څه هم ایراني چارواکي د سوریې کړکېچ کې د خپلې ونډې په اړه اکثراً خبرې نه‌کوي خو د سوریې په حلب کې د وسله‎والو مخالفینو له ماتې وروسته د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌ای د بهرنۍ پالېسۍ یوه سلاکار تېره اوونۍ خپله خوشالي پټه نه‌شو کړای.

یحیی صفوي خبریالانو ته وویل، د حلب ازادېدل د ایران د حکومت له سیاسي پیاوړتیا سره مرسته کوي.

حلب
حلب

صفوي زیاته کړه، د امریکا نوی ولسمشر باید دا حقیقت ومني چې ایران په سیمه کې مخکښ ځواک دی.

په حلب کې د تېرو څو اوونیو جریانات د ایران په ګټه روان دي او ښکاري چې د جګړې ډګر ته د پوځي سلاکارانو او جنګیالیو د استولو په بڼه د بشارالاسد له رژیمه د تهران ملاتړ مطلوبه نتیجه ورکړي.

داعش ډله چې د تهران ستر دښمن ګڼل کېږي په ګاونډي عراق کې د له‌منځه تلو په حال کې ده او په لبنان کې د ولسمشر د غوره کولو پر سر اوږده لانجه پخواني جنرال مېشل عون چې د ایران متحده حزب‌الله ډله‌یې ملاتړ کوي ګټلې ده.

ایران همداراز د څو میلیارده ډالرو په ارزښت هغه شتمني ترلاسه کړه چې له اټمي توافق مخکې کنګل شوې وه او په یمن کې حوثي یاغیان چې تهران‌یې ملاتړ کوي د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف له بمباریو سره سره لا هم فعال دی.

په داسې یوه حالت کې ډونالد ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه ډېر ژر په کار پیل کوي.

ټرمپ هغه سیاستوال د خپلو راتلونکو نېږدې همکارانو په توګه غوره کړي دي چې د ایران ضد دریځ لري خو دوی پر سعودي عربستان هم پر امریکا د ډېرې اتکا او د بنسټپالو مسلمانانو د ملاتړ له کبله انتقادونه کوي.

فرانس پرېس خبري اژانس د منځني ختیځ د سیاسي چارو د کارپوه عدنان طباطبايي له قوله لیکي چې وايي، ایران ښايي له څو لسیزو انزوا وروسته دا وړتیا ولري چې د منځني ختیځ د پالېسۍ په برخه کې د ټرمپ په اداره کې له احتمالي ګډوډۍ څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

طباطبايي چې په جرمني کې د یو تحقیقاتي مرکز کارپوه دی په عین حال کې هغه وېره هم بې‎ځایه بولي چې ښايي ایران په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.

نوموړی وايي، د ایران د وړتیاوو په اړه باید مبالغه ونه‎شي ځکه د ده په وینا تهران خپله زیاته برخه بریاوې د نورو د ناکامیو له کبله ترلاسه کړي دي.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو نړیوالو مطالعاتو د مرکز د منځني ختیځ د چارو کارپوه آرام نیرګویزیان وايي، تهران د خپل نفوذ د پراخولو برخه کې محدودیتونه هم لري چې یو یې د نوموړي په وینا په اکثریت سُني مېشته سیمه کې د شیعه حکومت لرل دي.

یو بل علت د نیرګوزیان په وینا دا دی چې ایران د خلیج عربي هېوادونو په پرتله تل په حاشیه کې پاتې شوی خو سیالان‌یې له لوېدیځو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG