د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

مکسیکو کې چاودنې ۲۹ تنه ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل


د مکسیکو په پایتخت کې د اورلوبو یوه مارکېټ کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

په دې مارکېټ کې چې له پایتخت مکسیکو سیټي څخه ۲۰ کېلو متره لیرې پروت دی هغه مهال چاودنه وشوه چې خلکو د رخصتیو لپاره د اورلوبې وسایل پېرل.

ځايي ټلوېزیونونو د اورلوبو سامانونو کې د اور لګېدو له امله د سیمې پر فضا د رنګارنګ لړو او دود تصویرونه خپاره کړي دي چې تر لويې ساحې پورې خپاره شوي دي.

​د اورلوبو د سامان الاتو همدا مارکېټ په ۲۰۰۵ میلادي کال کې چاودنو سوځولی وو.

XS
SM
MD
LG