د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۴

د حلب له ختیځ څخه د وسله والو او ملکیانو د ایستلو بهیر درېدلی


په سوريې کي دشوي اوربند دماتېدو تر اعا وروسته دحلب ښار په ختیځ کې له هغه سیمو چې د بشار اسد د رژیم د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي د ملکي کسانو او دحکومت د وسله والو مخالیفینو دانتقال بهیر درول شوی دی.

د سوريې دولتي تلویزیون خبر ورکړی دی چي دملکي کسانو او دحکومت د وسله والو مخالفینو د انتقال دغه بهیر هغه مهال ودرول شو چي د سوريې د حکومت وسله والو مخالفینو د ځان سره د زندانیانو د انتقال هڅه کوله.

د سوريې د حکومت د وسله والو مخالفینو یوه مقام رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې د بشار اسد د حکومت شعیه طرفدارانو پر هغه کاروان ډزې کړي دي چې ملکي کسان او دحکومت وسله والو مخالفین يې د حلب له ختیځو سیمو څخه را ایستل.

رویترز خبري اژانس ته یوه عیني شاهد ویلي دي چې له هغه سیمو څخه يې د څلورو لویو چاودنو غږونه اورېدلي دي چې ملکي کسان او د سوريې د حکومت وسله وال مخالفین تري انتقالېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» هم د یادو کسانو دانتقال د بهیر د درېدلو خبره تائید کړې ده ویلي يې دي چې د مرستندویه ادارو کارکوونکو ته يې امر کړی دی چې سیمه پرېږدي او ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان یوه استازي الیزابت هاف چي دجینوا دکنفرانس پر مهال په یوه کنفرانس کې د حلب په اړه خبرو کې ویلي چې د سره صلیب، سره میاشتې او د روغتیا د نړیوال سازمان کار کوونکو ته بېله کوم دلیل څخه ویل شوي دي چې سیمه پرېږدي او خپل امبولانسونه د سیمي وباسي.

الیزابت هاف زیاته کړه، زما په نظر د سیمي څخه د مرستندویه ادارو د کار کوونکو د تلو امر هغه روسانو کړی دی چې سیمه له نږدې څاري.

هغه د روسانو دغه اقدام د اندېښني وړ وباله زیاته يې کړه چې اوس هم ګڼ شمېر ملکي کسان چې اکثره یې ښځې او تر پنځو کلونو دکم عمر ماشومان دي په حلب کې محاصره دي.

تر دې وړاندې د سوريې دولتي تلویزیون خبر ورکړی و چې د ملکي کسانو او د حکومت د وسله والو مخالفینو د انتقال بهیر په دوهمه ورځ هم ادامه لري.

د روسيې د دفاع وزارت ویلي چې د پنجشنبې په ورځ چې کله د انتقال دغه بهیر پیل شو ۶۴۰۰ کسان چې تر ۳۰۰۰ زره ډېر يې د حکومت وسله وال مخالفین دي د حلب څخه وتلي دي.

د سوريې د حلب ښار څخه د ملکي کسانو او دحکومت د وسله والو مخالفینو د وتلو بهیر د روسيې او ترکيې په منځګړیتوب پیل شو خو یاد اوربند هغه مهال مات شو چې د بشار اسد د رژیم ځواکونو او د هغه طرفدارانو پر وسله والو مخالفینو ډزې وکړې.

د سوريې د حکومت وسله وال مخالفین د ۲۰۱۲ میلادي کال راهسې د حلب د ښار یو شمېر ختیځې سیمې په لاس کې لري چې په دې وروستیو کې حکومتي سرتېرو د دغه ښار ګڼې هغه سیمې و نیولي چې د مخالفینو په ولکه کې وې.

راپور: محمد الیاس داعي

XS
SM
MD
LG