د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

کارټر: امریکا، افغانستان سره ولاړه وه، ده او وي به


د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د لیدو په مقصد د جمعې په ورځ په یو ناڅاپي سفر کابل ته راورسېد.

ښاغلي کارټر په همدې ورځ د افغانستان له جمهور رئیس اشرف غني سره یوځای په یوې خبري ناسته کې برخه واخېسته او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو پر دوام تاکید وکړ.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده څو دا هېواد د پیاوړتیا حد ته ورسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اشټن کارټر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اشټن کارټر

ښاغلي کارټر زیاته کړه:

"په افغانستان کې د امریکا حضور، سټراټیژیک ملاتړ دی، امریکا د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه، ولاړه به وي او په راتلونکي کې به هم ولاړه وي. موږ له افغانانو سره یو او قربانۍ مو ورکړي څو افغانستان د پیاوړتیا ترحده ورسوو."

ښاغلي کارټر وویل، افغان او امریکايي ځواکونو په روان کال کې د داعش ډله سخته ځپلې او د دې ډلې یو شمېر نامتو قوماندانان یې وژلی دی.

ده دا هم وویل، امریکا به د دې ترڅنګ د القاعده د ریښو د ایستلو لپاره هم هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغانستان سټراټیژیک شریک په توګه د افغانستان له حکومت سره، د دې هېواد امنیتي ځواکونو د تجهیزولو، تمویلولو او مشورو ورکولو برخه کې د ۲۰۱۶ میلادي وروسته هم د مرستو ژمنې کړي دي.

د امریکا د تصمیم په اساس د هغه هېواد ۸۴۰۰ سرتېري به د ۲۰۱۷ میلادي تر پایه پورې په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي کارتر دا هم وویل، له افغان ځواکونو سره به یې مالي مرسته تر۲۰۲۰ میلادي کال پورې وغځېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني د افغان ځواکونو د تجهیزولو او ملاتړ لپاره د نړیوالې پاملرنې د را اړولو په خاطر د امریکا د هڅې هم مننه وکړه.

ښاغلي غني له هغو امریکايي کورنیو هم مننه وکړه چې اولادونه یې په افغانستان کې قرباني شوي دي.

نوموړي وویل:

"زه په ځانګړي توګه غواړم ستاسې څخه هیله وکړم، د هغو سرتېرو کورنیو ته چې وروستۍ قرباني یې ورکړي او زموږ د ازادۍ او ستاسي د مصئونیت لپاره یې ځانونه قربان کړي، مننه وکړم. دا ځکه چې افغان ملت یو قدرمن ملت دی او تل یې د دوست او دښمن توپیر کړی او تاسې زموږ همیشنۍ دوست یاست."

کابل ته د اشټون کارټر له سفره داسې ښکاري چې دا به کابل ته د ده وروستي سفر اوسي، ځکه چې په پام کې ده په راتلونکي میاشت کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوې اداره جوړه او کار به پيل کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG