د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

کارټر: ډاډه یم چې ځای‌ناستی مې د مسؤلیت اخیستلو لپاره چمتو دی


د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر وايي، ډاډه دی چې د ده ځای‌ناستی متقاعد جنرال جېمز ماټیس د متحده ایالاتو د وسله‌وال پوځ د مشرۍ لپاره چمتو دی.

د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا مجلس باید د پنتاګون د مشرۍ لپاره د جنرال ماټیس چې نېږدې ۷ کاله کېږي تقاعد يې کړی، ټاکل تائید کړي.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر وايي، باوري دی چې د ده ځای‌ناستي د دفاع وزارت لپاره خپل مسؤلیتونه مطالعه کړي دي.

خو اشټون کارټر دا ونه‌ویل چې د امریکا دفاع وزارت لپاره د متقاعد جنرال ماټیس په نومولو سره منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پوځ د یوه داسې متقاعد جنرال چې د تقاعد ۷ کاله‌يې لا پوره کړي نه‌دي، د کنټرول اصول تر پښو لاندې کړي او که څنګه؟

جېمز ماټیس نېږدې ۷ کاله کېږي چې تقاعد کړی او د دفاع وزارت لپاره د هغه د مشرۍ لپاره یوه نوې لایجه باید تصویب شي چې پر پوځ د هغه د کنټرول پر وړاندې موجود ممناعت له‌منځه یوسي.

اشټون کارټر هغو خبریالانو ته چې توکیو ته پر لاره له ده سره ملګري دي وویل په ځینو حالاتو کې ولسمشر داسې مقررۍ کوي او دی فکر کوي چې کانګرس به په دې اړه پرېکړه وکړي.

اسوشیټېډ پرېس اژانس وايي، د امریکا دفاع وزارت مشرۍ لپاره د متقاعد جنرال جېمز ماټیس ټاکل به یو استثنايي ګام وي.

جېمز ماټیس له منتخب ولسمشر ټرمپ سره
جېمز ماټیس له منتخب ولسمشر ټرمپ سره

د متحده ایالاتو دفاع وزیر اشټون کارټر د خپل ځای‌ناستي جېمز مارټیس په اړه وویل:

"هغه د دې مقام لپاره یو وړ شخص دی زه لږ تر لږه له څو لسیزو راهیسې هغه پېژنم."

اشټون کارټر وویل دی ژمن دی چې د دفاع له نوي وزیر سره په هره برخه کې لازمه همکاري وکړي.

۶۶ کلن جېمز ماټیس څلور ستوري لرونکی متقاعد جنرال دی چې په ۲۰۱۳ کال کې یې پوځي مسؤلیتونه پرېښي دي.

نوموړي د خپل خدمت په دوره کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشري کړې او د افغانستان او عراق په جګړو کې يې هم د متحده ایالاتو د پوځ په مشرتابه کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG