د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

فعالان او قربانيانو کورنۍ: جنګي مجرمین دې نړیواله محکمه، محاکمه کړي


په کابل کې د مدني بنسټونو او د تېرو جګړو د قربانیانو د کورنیو ځینې غړي وايي، جنګي مجرمین باید د یوې باصلاحیته نړیوالې محکمې له لوري محاکمه شي.

دغو مدني فعالانو او د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړو د پنجشنبې په ورځ د کابل په پولیګون کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې د عدالت د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

دوی وايي، هغه کسان چې د تېرو څلورو لسیزو جګړو کې یې جنګي جرمونه کړي لا هم ازاد ګرځي او تر اوسه‌یې هېڅ‌چا پوښتنه نه‎ده کړې.

د افغان اجتماعي عدالت په نوم د بنسټ یو مسؤل احمد ظهیر د یو باصلاحیته او بې‌پرې محکمې د جوړېدو غوښتنه کوي چې په خبره‌یې ټول جنګي مجرمین له توپیر پرته محاکمه کړي.

نوموړی وايي:

"موږ د ټولو هغو جنګي مجرمینو محاکمه چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې جنګي جرمونه کړي د یوې با صلاحیته، بې‌پري او نړیوالې محکمې غوښتونکې یو."

د ښاغلي ظهیر په خبره باید افغانستان کې د بې‌ګناه خلکو وژنه یو مخ بنده شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۵۷ لمریز کال وروسته د کمونېستي حکومتونو له‎خوا د تري تم شویو کسانو په اړه معلومات نه‌وو، خو کله چې درې کاله وړاندې د هالنډ هاګ محکمې د پنځه زرو وژل شویو افغانانو لېست خپور کړ، د خلکو غبرګون‌یې راوپاراوه او هغوی غوښتنه وکړه چې باید عدالت تأمین شي.

په همدې حال کې ځيني هغه کسان چې د کورنیو غړي یې له لاسه ورکړي وايي، حکومت دې هغه مجرمین چې د دوی د کورنۍ غړی يې وژلي د قانون منګولو ته وسپاري.

نفیسه او محمد حسین کارګر وايي:

"موږ ټول د قربانیانو کورنۍ د دې غوښتونکې یو هغه کسانو چې په تېرو څلور دورو کې کوم جنایتونه تر سره کړي باید محاکمه شي او موږ د دوی د محکمې غوښتونکي یو."

"موږ له دولته په لومړي سر کې اجتماعي عدالت غواړو امنیت غواړو څو به افغان ځوانان او سپین‎ږیري په عام ډول ووژل کېږي."

وموغوښتل د یادې موضوع په اړه د افغانستان د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د مطبوعاتي دفتر نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو نه‌ډډه وکړه.

فعالان او قرباني کورنۍ: جنګي مجرمین دې نړیواله محکمه محاکمه کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

خو وړاندې افغان حکومت ویلي هڅه کوي چې په افغانستان کې عدالت لکه څنګه چې لازمه ده او خلک‌یې غواړي ټینګ شي.

راپور:ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG