د لښکرګاه په بولان کې سرحدي پولیسو او په بشران کې ملي اردو او د ملي امنیت خاصو ځواکونو پرمختګ کړی دی او ځینې سیمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
زموږ همکار محمد الیاس داعي چې د عملیاتو سیمې ته تللی دی وايي، په یادو سیمو کې د جګړې له امله هر څه وران شوي دي او د افغان ځواکونو او وسلهوالو تر منځ کور په کور جګړه روانه ده.
په دې اړه راپور د هغه ځوان په ژړا پیلېږي چې پلار يې تازه د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د راپور اورېدو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ: