د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

ولسمشر غني د «اسیا زړه» کنفرانس کې د سولې پر ټینګښت غږېږي


د اسیا د زړه شپږم کنفرانس چې مهمې موضوعګانې یې له ترورېزم سره مبارزه، سوداګري، زیربنا او سیمه ییزه همکاري ده، د یکشنبې په ورځ د هندوستان په امرتسر کې جوړېږي.

د جمهوري ریاست اعلامېې له مخې جمهور رئیس اشرف غني د عربي اماراتو له سفر وروسته د امرتسر کنفرانس کې ګډون کوي.

د دې اعلامېې له مخې جمهور رئیس غني به په دغه کنفرانس کې د سولې په ټینګښت او د افغانستان په لاسته راوړنو خبرې وکړي.

په ورته وخت کې په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، ګډون کوونکو هېوادونو، د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزه په مقصد، د افغان حکومت له‎خوا چمتو شوې اعلامیه لاسلیک کړه.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي
په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي

ښاغلی ابدالي وايي:

"پر دوو لویو موضع‎ګانو، له ترورېزم سره په مبارزې او په سیمه کې په اقتصادي پرمختګ او پراختیا خبرې کېږي، له نیکه‎مرغه نن چې کومه اعلامیه خپره شوه، ټولو هېوادونو يې ملاتړ وکړ او د خبرو فضا دوستانه وه."

هندوستان کې د افغانستان سفیر اوسنیو سیمه ییزو ستونزو ته اشاره وکړه او د یادو ستونزو اورولو ته یې دغه ډول ناستې مهمې وبللې.

افغان چارواکي وايي، د اسیا زړه تېرو پنځو ناستو، ښې نتیجې نه لرلې خو هیله ده چې دغه ناسته لاسته راوړنې ولري.

باور جوړونه، له ترورېزم سره مبارزه، سوداګري، زیربنا، د روزنې او تحصیلاتو اړوند سیمه ییزه اقتصادي همکاري، د اسیا د زړه د کنفرانس شپږګوني تدابیر په ګوته کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG