د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

دوکاندارې مېرمنې: ځینې خلک زموږ د کار په اړه منفي نظر لري


په کابل ښار کې یو شمېر ښځینه دوکاندارانې وايي ځینې خلک د هغوی د کار په اړه منفي نظر لري.

دوی وايي، ځینې خلک داسې فکر کوي چې ګواکې دوی د اجناسو د خرڅلاو لپاره نه بلکې د غیر اخلاقي اهدافو لپاره دې کار ته مخه کړې ده.

صدف چې د کابل ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې د جامو خرڅولو دوکان لري د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اکثره خلک یې د کار په اړه منفي نظر لري.

صدف: ځینې خلک زموږ د کار په اړه منفي نظر لري.
صدف: ځینې خلک زموږ د کار په اړه منفي نظر لري.

صدف وايي، د افغانستان په څېر سنتي ټولنه کې کار کول له ستونزو خالي نه دی، خو وایي، خپلو اهدافو ته رسېدل هم د ستونزو او کړاوونو له ګاللو پرته ممکن نه دي.

نوموړې زیاته کړه:

" خلک هرڅه وايي، زه به څه ووایم، ځینې فکر کوي چې موږ دلته د بدو کارونو، و خت ضایع کولو او یاهم د خوشګزارانۍ لپاره راغلې یو په داسې حال کې چې داسې نه ده موږ " انجونې" کولای شو چې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړو ځینې منفي فکر لري خو موږ ورته پام نه کوو."

په همدې حال کې سوسن چې د عطرو پلورونکې ده وايي، ځینې نارینه مشتریان یې د ځورونې او د اړیکو د جوړولو په هدف دوکان ته راځي.

سوسن وايي، یو شمېر کسان د دې په اړه منفي نظر لري او دا کار یې سخته ځوروي.

نوموړې زیاته کړه:

"هغوی اکثره دا فکر کوي چې موږ د کار نه بلکې د ځینو نورو اهدافو لپاره دلته راغلي یو، د هغوۍ په اړه بد احساس لرم داسې خبري کوي چې ځورونکې دي."

دغه دوکاندارې مېرمنې په داسې حال کې له دوی سره له بلد چلند او منفي نظر نه اندېښمنې دي چې يو شمېر نورې مېرمنې چی له کوره بهر کار کوي، د ځان په اړه د نورو له لید لورو او چلند څخه راضي دي.

همدا راز يو شمېر ښځينه پولیسې هم وايي چې دوی د کار په ساحه کې ستونزې لري او ان تردې چې په ټولنه کې له تبیعض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لويو ښارونو کې له يوې لسیزې په زیاده موده کې د ښځو پرمختګ ډېر شوی او دوی په بېلابېلو برخو کې کار کوي او په ساعتونو له کوره د باندې په کارونو بوختې دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي هم وايي، زیاتره پیرونکي د دې لپاره نه چې له ښځينه دوکاندارانو اجناس واخلي بلکې له دوی سره د اړیکو جوړولو او نظر جنګولو لپاره دلته راځي.

د کابل ښار اوسېدونکي مسعود عزیزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ښه ده چې ښځې کار وکړي، خو اوسني شرایط دومره مساعد نه دي ځینې خلک د توکو د اخیستلو لپاره نه بلکې له هغوی سره د اړیکو جوړولو او لیدو لپاره دوکانونو ته ورځي."

د کابل ښار اوسېدونکې صحرا بیا وايي، دوکاندارو مېرمنو ته په کار ده چې د ځانونو د حفاظت په موخه د جامو په اغوستلو او د ټولنیز چلند په برخه کې له خورا دقت څخه کار واخلي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هغوی په اړه د منفي نظر د موجودیت علت دا دی چې دوی باید د فیشن په برخه کې احتیاط وکړي او همدا راز د ټولنیز چلند په برخه کې له احتیاط څخه کار واخلي ځکه دغه مسئله د دې باعث کېږي چې نارینه د هغوی په اړه منفي نظر ولري نو ځکه که چېرته هغوی سم ټولنیز چلند ولري او مناسب لباسونه واغوندي ډېره به ښه وي."

که څه هم د قانون له مخې په افغانستان کې د ښځو کاري اشتغال ته هیڅ ډول خنډ نشته، خو په عمل کې په اکثرو مواردو کې د ښځو پر وړتیاوو بې باوري موجوده اوله کوره بهر د هغوی د کار په اړه ښه نظر نه دی موجود.

د افغانستان په څېر سنتي ټولنه کې د ښځو کار کول اسانه کار نه دی.

یوه بله دوکانداره مرسل وايي، په کاري چاپیریال کې له زیاتو ستونزو سره مخ کېږي.

مرسل وايي، ان د ټکري رنګ، انداز ه او د لمنې لنډوالی او اوږد والی کولای شي چې دې ته ستونزې جوړې کړي.

راپور:محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG