د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

د بلغاریا شارزدافیر ته د افغان کډوالو د حالت په اړه د کابل اندېښنه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د بلغاریا د کډوالو په یوه کمپ کې له افغانانو سره د ناوړه چلند په اړه په کابل کې د دې هېواد شارزدا فیر ته خپله اندېښنه څرګنده کړه.

په لسګونو افغان کډوال د بلغاریا د کډوالو په یوه کمپ کې د پولیسو د ناوړه چلند او اخ وډب په ترڅ کې ټپیان شوي او په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي.

دا خبره د دې کمپ یوه افغان کډوال نن ازادي راډیو ته وکړه.

دغه افغان چې ځان رسولي راپیژني وایي، د ټپیانو وضعیت نازک دی او عاجلې مرستې ته اړتیا لري.

ښاغلي رسولي په دې اړه چې دغه پېښه په څه ډول رامنځ ته شوه وویل چې چارواکو د کمپ دروازه څلور پنځه ورځې تړلې وه او خلکو نشوای کولای چې لومړني خوراکي مواد له بازاره رانیسي بالاخره د افغانانو په ګډون د دې کمپ ټولو اوسېدونکو سوله ییزه مظاهره وکړه چې چارواکي یې دغه ستونزه هواره کړي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه، مظاهره پای ته رسېدلې وه چې په ماښام یې پولیس راغلل او خلک یې ډېر سخت وډبول.

د ښاغلي رسولي په وینا په دغه کمپ کې به نږدې دوه زره افغانان اوسېږي.

رسولي: دغه کمپ کې زرګونه افغان کډول ژوند کوي.
رسولي: دغه کمپ کې زرګونه افغان کډول ژوند کوي.

د دغې پېښې په تړاو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سې شنبې په ورځ په کابل کې د بلغاریا د سفارت شارزدافیر ورغوښتی واو له افغان کډوالو سره د ناوړه سلوک په اړه یې ورته خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د دې وزارت اداري مرستیال نصیراحمد اندېشه د بلغاریا د سفارت شارزدافیر نیکولای دیمیتروف ته په دې اړه چې د بلغاریا پولیسو له ترکیې سره په پوله پروت دغه کمپ کې له افغان کډوالو سره ډېر ناوړه چلند کړی، د افغان حکومت اندېښنه څرګنده کړه او د بلغاریا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادنو ترمنځ نیکو اړیکو او د بشر د حقونو نړیوالو کنوانیسونونو ته په پام سره دې دا هېواد د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدګي وکړي.

د بیان له مخې د بلغاریا د سفارت شارزدافیر افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې د دغې پېښې په اړه د افغانستان د حکومت اندېښنه د خپل هېواد له چارواکو سره شریکه کړي او د افغان کډوالو ستونزو ته د سمې رسېدګي په هدف به دې ته لاره پرانېزي چې د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي پرې په منظم ډول ټلیفونې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG