د کندهار امنیتي چارواکي وايي، سلګونه وسلهوالو طالبانو نن سهار د کندهار پر نېش ولسوالۍ حمله کړې او د دغې ولسوالۍ درې پوستې يې سقوط کړي.
چارواکي وايي چې د طالبانو تر حملې وروستهيې په سیمه کې عملیات پیل کړي ۱۴ طالبان او یو پولیس وژل شوي دوه پولیس او دوه وسلهوال ټپیان شوي.
د کندهار مطبوعاتي مسؤل صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چي د وسلهوالو تر حملې وروسته سیمې ته کمکي سرتېري رسېدلي او عملیات پیل شوي دي.
خپلواک وايي، په دغو عملیاتو کې ۱۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه:
" ۱۴ وسله وال وژل شوي دوه ټپیان دي زموږ یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي عملیات اوس هم جریان لري تر څو سیمه تصفیه شي."
خپلواک د درېیو پوستو د سقوط په اړه وايي چي پولیسو دغه پوستې په تکتکي ډول پرېښي دي.
د سیمې اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته ویلي چې نن سهار سلګونه وسلهوالو طالبانو د نېش ولسوالۍ د شهرک حاجي عالم او شین کارېز سیمو پر پوستو بریدونه کړي.
دوی وايي، په شهرک کې دوه پوستې او په حاجي عالم کې یوه پوسته وسلهوالو نیولې او اوس هم درنه جګړه روانه ده.
عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي په دغو حملو کې د شاوخوا ۱۵ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.
خو چارواکي یوازي د یوه پولیس د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو تائید کوي.
و سلهوالو طالبانو د دغو حملو مسؤلیت منلی او د زیات شمېر امنیتي ځواکونو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کوي.
راپور: محمد صادق رښتینی