د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د افغانستان او ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ په اړه نړېوالې تبصرې


ډېرو بهرنیو مطبوعاتو ته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ افتتاح مهمه ښکاره شوې او لیکنې یې پرې خپرې کړي دي.

باسټن ګلوب:

باسټن ګلوب ورځپاڼې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو له لوري د دوو هېوادونو ترمنځ د رېل‎ګاډي د پټلۍ د پرانېستل کېدو په لیکنه کې لولو: په دې لاره به د لومړي ځل لپاره له ترکمنستانه په رېل‎ګاډي کې افغانستان ته اوړه، غنم، کیمیايي سره او یوه اندازه تعمیراتي مواد یووړل شي.

د باسټن ګلوب په باور د اورګاډي په پټلۍ د افغانستان او ترکمنستان وصل کېدل د دغو دوو هېوادونو او همدا راز د تاجکستان، چین، هند او پاکستان ترمنځ د تجارتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لاره هواروي.

رېلوې ګزټ:

د بریتانیا (رېلوې ګزټ) خپرونې هم په همدې موضوع لیکنه خپره کړې ده.

دې خپرونې لیکلي چې دا رېل‎لار د بشپړېدو په صورت کې نه یوازې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګري اړیکو له ډېرېدو سره مرسته کوي بلکې افغانستان او د سیمې نور هېوادونه د کسپین سمندرګي له لارې د قفقاز او اروپا له هېوادونو سره نښلوي.

له دې پروژې جلا ترکمنستان د افغانستان پولي ته نېږدې د امام نظر په ګمرک کې د تېلو یوه لویه زېرمه یا ترمینل جوړ کړی څو افغانستان ته په اسانه تېل صادر کړي.

په دې ترمینل کې د کال ۵ لکه ۴۰ زره ټڼه تېل زېرمه کېدای شي.

د ترکمنستان او د افغانستان د اقینې ترمنځ د اورګاډي پټلۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته دوهمه رېل‎لار ده.

تر دې وړاندې له ازبکستانه تر مزاشریف ښاره رېل‎لار جوړه شوې او همدا راز له ایرانه د هرات تر هوايي ډګره پورې پر بلې رېل‎لارې کار روان دی.

پاکستان هم ډېر کلونه پخوا ویلي و چې له چمنه سپین‎بولدک او له تورخمه تر جلال‎اباد ښاره د اورګاډي پټلۍ جوړوي.

صوفیه ګلوب:

د بلغاریا چاپ صوفیه ګلوب ورځپاڼې له دغه اروپايي هېواده په خپله خوښه د ۵۰ تنو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنېدو خبر خپور کړی دی.

خو ورځپاڼې دا کسان نه پناه غوښتونکي او نه مهاجر بللې بلکې هغوی یې د افغانستان ۵۰ غیر قانوني اتباع بللي او لیکلي یې دي چې د ۲۰۰ نورو افغانانو د اسنادو د څېړلو بهیر هم روان دی.

XS
SM
MD
LG