د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

خوست کې د نظام ټېنګښت د ځوانانو هڅو پورې تړلی دی


د افغان حکومت چارواکي وايي که‎چېرې د افغاني ټولنې ځوان قشر په‎دې هېواد کې د شته ناخوالو، وژنو او ورانیو پر ضد په یو غږ راپورته شي، نو روان جنګونه او مرګونه به ختم شي.

دوی ټېنګار کوي، افغاني ځوانان باید په ملي او اسلامي مفکوره او هېوادنۍ روحیې وروزل شي، تر څو د دوی په وجودونو کې یاد هېواد اباد او خلک يې د سولې د ژوندانه څښتنان شي.

چارواکو یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ خوست کې د ځوانانو د ټولنیزو ستونزو د څېړلو په باب جوړ شوي علمي او څېړنیز سیمینار کې وکړي.

د قومونو او قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر محمد ابراهیم مشفق د ناستې ګډون‎والو ته وویل، که ځوانان په خپلو کې یو موټي شي او د نظام د ټينګېدو لپاره هڅې وکړي، نو دا جګړه او زیانونه به يې پای ومومي.

د قومونو او قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر محمد ابراهیم مشفق
د قومونو او قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر محمد ابراهیم مشفق

محمدابراهیم مشفق زیاته کړه:

"ډېره د صداقت او پر افغانیت د ولاړتوب مرحله د ځوانی مرحله ده، په ژوند کې پاک ترینه دوره د ځوانی ده، که ځوان په ملي مفکوره او اسلامي او افغاني عاداتو په‎دې صداقت یو ځل میدان ته ووت، په افغانستان کې چې نن څومره جنګونه او مرګونه دي، که دې ځوانانو حرکت وکړ، نو بیا زما عسکر نه وژل کېږي، زما نظام ته بیا څوک په بد نظر نه‎شي کتلای."

خوست کې د ځوانانو د ستونزو د څېړلو په جوړ شوي علمي او څېړنیز سیمینار کې یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو برخه اخېستې وه.

په‎دې سیمینار کې له شفاهي ویناوو سربېره یو شمېر کسانو د ځوانانو پر ستونزو خپلې برابرې کړې مقالې هم ولوستې.

مدني فعال محمدجلال حقیقت
مدني فعال محمدجلال حقیقت

مدني فعال محمدجلال حقیقت ځدراڼ په خپله مقاله کې د ځوانانو ځینو ستونزو ته داسې اشاره وکړه:

"افغان دولت باید یو شمېر نړیوال شرکتونه راجلب کړي، په کار کې افغانان وګماري، د بهرینو هېوادونو سره د داسو تړونونو لاسلیکول چې افغان ځوانانو ته په هغو هېوادونو کې د کار اجازه ورکړل شي، د فساد د مخنیوي لپاره پریکنده ګامونه پورته شي، ځوانانو ته بېلابېل هنرونه او کسبونه ور زده شي، د هغو قاچاقبرو مخنیوی چې ځوانان په غیر قانوني لارو بهر ته بیايي، د بې کارۍ د له منځه وړلو لپاره کوښښ او د د ډاډمن امنیت قایمول د ځوانانو د فرار مخه نیولای شي."

په ټولنه کې د ځوانانو په شان نجونې او ښځې هم له ګڼو ټولنیزو ستونزو او ناخوالو سره مخامخې دي.

شمیم څانګه
شمیم څانګه

د نجونو له ډلې شمیم څانګې په خپله مقاله کې د پیغلو او مېرمنو پر وړاندې د ځینو بې عدالتیو خبره وکړه:

"لکه څرنګه چې د یو ځوان هیله دا وي چې واده یې یوې تعلیم یافته نجلۍ سره وشي، ښه په شان او شوکت واده وکړي، همداسې نجونې هم هیله مندې دي، ځکه چې هر انسان زړه لري او هر زړه امیدونه، خو پوښتنه دا ده چې له نجلۍ دا پوښتنه چا کړې چې د نیکه عمر سړي ته دې ودوم ستا خوښه ده کنه، ورور دې قتل کړی ستا خوښه ده او کنه چې په بدو کې يې ته ولاړه شې، په‎دې توګه رامنځته کیدونکې اړیکې منفي پایلې لري او تاوتریخوالي ته لاره هواروي."

د خوست د ولایتي شورا غړې نعت بي بي عمري بیا ځینې چارواکي په‎دې ملامت کړل چې یوازې د سټیج پر سره ژمنې کوي، خو بیا وروسته د عملي کېدو پرواء يې نه‎لري:

"موږ غواړو چې ځوانانو ته کار پیدا شي، ځوانان وزګار دي، ځوانان دریابونو او ماهیانو وخوړل، ځوانان جیلونو وخوړل، تاسو سره کوم داسې ظلم دی چې نه کېږي، را ولاړ شئ، څوک چې ظلم کوي د ظالم مخه ونیسئ، څوک چې ښه کار کوي له هغې ملاتړ وکړئ، په‎دې سټیج خو ډېرې خبرې کیږي، خو یو ځوان راولاړ نه‎شو چې ستا جناب وعدې به کله پوره کېږي."

په خوست کې د ځوانانو د ستونزو د څېړلو جوړ شوي علمي او څېړنیز سیمینار ته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر کمال سادات په خپل تلیفوني پیغام کې د یاد ولایت د ځوانانو لپاره د ځنو نویو پروګرامونو یادونه وکړه.

کمال سادات وویل، په نېږدې راتلونکې کې د خوست د ادممد په سیمه او همدارنګه د خواجه متون غونډۍ د پاسه يې د ځوانانو لپاره د مجهزو تفریح ځایونو جوړولو د فنډ او نقشو کارونه بشپړ کړي او ژر به يې په خوست کې عملي چارې پیل شي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG