د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولیدالمعلم د ملګرو ملتونو هغه طرحه په کلکه رد کړه چې د حلب ښار په ختیځ کې د کورواکۍ غوښتنه کوي.
المعلم پرون په دمشق کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن دېمېستورا سره له کتنې وروسته ټینګار وکړ چې د وسلهوالو مخالفینو له ایستلو وروسته د حلب دولتي ادارې باید فعالې شي.
هغه زیاته کړه، حکومت نهشي منلی چې د حلب د ختیځ شاوخوا دوه لکه پنځه اویا زره اوسېدونکي د شپږ زره وسلهوالو په لاس کې یرغمل وي.
المعلم د ملګرو ملتونو طرحه د سوریې د ملي حاکمیت خلاف وبلله.
المعلم زیاته کړه:
"دېمېستورا په ختیځ حلب کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې د خودمختارې ادارې خبره یاده کړه. خو موږ ورته وویل چې دا قطعاً د منلو وړ نهده او زموږ د ملي حاکمیت سرغړونه ده."
خو دېمېستورا پرون ماښام دمشق کې خبریالانو ته وویل، ده غوښتل چې یاغیان له حلبه ووځي او د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې سیمهییزه اداره پر ځای پاتې شي.
دېمېستورا زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د طرحې هدف د سوریې د ملي حاکمیت سرغړونه نهده.
دېمېستورا زیاته کړه:
"موږ د پام وړ اختلاف لرو. د سوریې حکومت د حلب په ختیځ کې د اوسنۍ ادارې پاتې کېدل په قاطع ډول رد کړل او ما ځواب ورکړ چې د سوریې د ملي حاکمیت اصل چې په ملګرو ملتونو کې دننه او بهر یې هېڅڅوک په اړه شک نهلري د درناوي وړ دی خو د حلب د ختیځ مسئله جلا ده او هلته ټول اقدامات ښايي مؤقتي وي."
پرون له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» یوې چارواکې الیزابت هاف «Elizabeth Hoff» وویل، له تېرو پنځو ورځو راهیسې د حلب ختیځه برخه کې د حکومتي ځواکونو له بمباریو او توپچي حملو وروسته د سیمې ټول صحي مرکزونه له کاره لوېدلي او غیر فعال شوي دي.
سوري فعالان وايي چې د نوومبر په ۱۵مه نېټه په دې سیمه کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو له پیلېدو وروسته له سلو زیات کسان وژل شوي دي.
پرون لږ تر لږه اووه ماشومان د حلب په ختیځ کې د وسلهوالو یاغیانو لهخوا د یوه ویشتل شوي توغندي په چاودنه کې ووژل شول.