د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

مجددي: سیاف او کورنیو جګړو کې نور ښکېل جهادي رهبران دې هم بخښنه وغواړي


د افغانستان د نجات ملي جبهه په دې اند ده چې په اویایمه لسیزه کې په کورنیو جنګونو کې ښکېل جهادي رهبران دې د محکمې حکم ته د انتظار پر ځای د هېواد له خلکو بخښنه وغواړي.

د دغه ګوند عمومي منشي ذبیح‎الله مجددي ازادي راډیو ته وویل، په هغه وخت کې د جهادي ګوندونو او ډلو له‎خوا د راکټونو ړندو ګوزارونو په کابل کې د زرګونو خلکو ژوند واخیست.

ښاغلي مجددي وویل، يوازې حکمتیار نه بلکې عبدالرب رسول سیاف او يو شمېر نور جهادي رهبران هم باید په دې تړاو له خلکو بخښنه وغواړي.

د ملي نجات جبهې عمومي منشي ذبیح‎الله مجددي
د ملي نجات جبهې عمومي منشي ذبیح‎الله مجددي

دی وايي:

"که حکمتیار صیب وايي چې دوی له ځان او خلکو نه دفاع کړې نو دا څنګه دفاع ده چې په خلکو یې ړانده راکټونه ګوزار کړل چې د لسګونو زرو خلکو ژوند يې واخیست، نو اړینه ده چې هغه د يوه دیني عالم په توګه د بشري محکمې په انتظار ونه‌اوسي او په‎ خپله دې له خلکو بخښنه وغواړي، دغه کار يوازې د حکمتیار صیب له‎خوا نه‎دی شوی بلکې د جمعیت ګوند له‎خوا هم راکټونه ویشتل شوي، د سیاف له‎خوا هم راکټونه ویشتل شوي، د اهل تشیع وروڼو له‎خوا هم، دلته د خلکو وینه تويه شوې او څنګه بخښنه هم ونه‌غوښتل شي."

په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د مجاهدینو له بریا وروسته کابل ښار کې د بېلابېلو جهادي ډلو له لوري کورنۍ جګړې پېل شوې چې تر ۱۳۷۵ کال پورې يې دوام درلود.

د جمعیت ګوند د برهان‌الدین رباني په مشرۍ د کابل په شمال ختیځ کې، حزب‎ اسلامي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د کابل په جنوب کې، اسلامي اتحاد د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د قرغې او پغمان په سیمو کې، اسلامي جنبش د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د کابل په شمال کې او د وحدت ګوند د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د کابل په لوېدیځ کې ځای پر ځای وو او د يو بل په وړاندې جنګېدل.

د غير رسمي شمېرو له مخې له ۲۵ زرو نه تر ۳۰ زرو پورې کسان په دغه جریان کې ووژل شول او زرګونه تنه نور معیوب شول.

خو له بل پلوه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب‎اسلامي وايي، د کورنیو جنګونو په تړاو د داسې عادلانه محکمې غوښتونکی دی چې هېڅ‌څوک ترې مستثنی نه‌وي.

د افغان حکومت سره د حزب‎اسلامي د سولې تفاهم‎لیک د پلي کولو ګډې کمېټې غړي امین کریم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که کوم کس په کابل کې د جنګونو د مسؤل په توګه محکمې ته راکښل شي او يا هم بخښنه غواړي د افغانستان د ملي جبهې مشر به هم په‌کې شامل وي.

امین کریم
امین کریم

ښاغلي کریم زیاته کړه:

"د کابل جنګونو کې د ده خپل پلار د همغږۍ شورا رئیس و، که کوم کس په کابل کې د جنګونو د مسؤل په توګه محکمې ته راکښل شي او يا هم بخښنه وغواړي، پرته له شکه د ده خپل پلار «صبغت‌الله مجددي» دی، په همدې ډول ښاغلی مجددي هلته پښه ږدي چې د ده او د ده د پلار پښې تر نورو زیاتې په‌کې ننوځي."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د فرانسې اژانس ته په يوه رالېږلي غږیز پیغام کې په ده د جنګي جنایتونو د تورونو د لګېدنې د رد ترڅنګ ويلي و، کوم کسان چې د يوې معتبرې محکمې له‎خوا تورن نه‌وي پېژندل شوي، بخښنې ته اړتیا نه‎لري.

همدارنګه د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د اسلامي دعوت ګوند وايي، هغه څه چې دوی کړي د خلکو د ملاتړ لپاره ؤ او دوی بخښنې ته کومه اړتیا نه‎لري.

کوهدامني: بخښنې ته کومه اړتیا نه‎لرو
کوهدامني: بخښنې ته کومه اړتیا نه‎لرو

د دغه ګوند غړي فهیم کوهدامني ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هېڅکله،هغه وجیبه چې موږ ته سپارل شوې وه او موږ ترسره کړې، پرې پېښمانه نه‌یو، بلکې موږ یې خلکو ته خدمت ګڼو، هغه خلک او ډلې دې د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي چې د پردیو په دستور د خلکو په وړاندې وجنګېدل، استاد سیاف تل د خلکو تر څنګ ولاړ و."

افغان حکومت د حزب‎اسلامي سره د سولې تفاهم‌لیک نېږدې دوه میاشتې وړاندې لاسلیک کړ، خو يو شمېر بنسټونو او مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په يوه ناسته کې وویل، افغان حکومت د ياد تفاهم‎لیک په لاسلیکولو د نېږدې څلورو لسيزو جګړو د قربانیانو د حقونو د ټینګښت په برخه کې بې‌پروايي کړې ده.

دوی د دغه تفاهم‎لیک لاسلیک په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د سیسټماتیکو سرغړونو د دوام جواز ګڼي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG