د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

ټرمپ به له پاکستان سره څه وکړي؟


د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ بریا نه یوازې د ډیموکراټ ګوند پلویان چې د هیلري کلېنټن په ګټه یې رایې ورکړي وې، حیران کړې بلکې د یو شمېر هېوادونو اندیښنې یې راپورته کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د اندیښنو په اړه راپور ورکړی چې اسلام‎اباد د خپل پخواني سیال هند او امریکا ترمنځ د نېږدې والي له کبله اندیښنه لري.

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کې څو ځلي د پاکستان یادونه کړې او انتقاد یې پرې کړی دی.

ټرمپ ویلي چې د پاکستان په څېر هېواد کې چې ثبات یې ډېر ډاډمن نه دی، د اټمي وسلې درلودل د اندیښنې وړ ده.

ټرمپ ویلي چې د پاکستان په څېر هېواد کې چې ثبات یې ډېر ډاډمن نه دی
ټرمپ ویلي چې د پاکستان په څېر هېواد کې چې ثبات یې ډېر ډاډمن نه دی

ټرمپ ویلي:

"له پاکستان سره ستونزه دا ده چې اټمي وسله لري او دا یوه اساسي ستونزه ده. دا یوازینی هېواد نه‎دی بلکه د هغو نهو هېوادونو په ډله کې دی چې اټمي وسله لري او نیمه باثباته دي او موږ نه غواړو چې دوی کاملاً بې ثباته شي."

ډونالډ ټرمپ دغه راز د روان میلادي کال په مې میاشت کې فاکس نیوز ته ویلي وو چې دی په افغانستان کې د شاوخوا لس زره امریکایي ځواکونو د ساتلو پلوي کوي، ځکه د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان له اټمي سلاح سره پروت دی.

د رویټرز خبري اژانس په خبره واشنګټن او اسلام‎اباد هغه دوه تاریخي متحدین دي چې خپل‎منځي اړیکې یې کله ترینګلي او کله سمې وي.

د راپور پر اساس دغه اړیکې هغه مهال په خرابېدو شوي چې په دې وروستیو کې د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د ډلې مشر ملا اختر منصور په نښه کړ.

رویټرز د ځینو پاکستاني کارپوهانو په حواله لیکي چې د ډونالډ ټرمپ اداره به د پاکستان پرتله له هندوستان سره نېږدې اړیکې ولري.

حسن عسکري رضوي له دغو کارپوهانو دی چې رویترز ته یې ویلي وو:

"امریکا به پاکستان منزوي نه‎کړي، خو ډونالډ ټرمپ به د هیلري کلېنټن په پرتله د پاکستان په وړاندې سخت دریځ ولري."

بل‎خوا افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند ازادي راډیو ته وویل چې له هندوستان سره د امریکا نېږدې اړیکې کولای شي د امریکا او پاکستان پر اړیکو منفي اغېز ولري.

افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند
افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند

ښاغلی مهمند وايي:

"پاکستان له چین سره نېږدې شوی او امریکا هندوستان ته. په هره اندازه چې د امریکا او هند اړیکې ښې شي هغومره به د اسلام‎اباد او واشنګټن ترمنځ بې باوري رامنځته شي. امریکا فکر کوي چې د چین لپاره هندوستان ته اړتیا لري او زما په نظر په راتلونکې کې هند ته د نېږدې کېدو لپاره د امریکا هڅې لا ډېرې شي او دا کولای شي د امریکا او پاکستان پر اړیکو منفي اغېز وکړي."

په همدې حال کې د پاکستان کراچۍ ښار کې د امریکا قونسل ګریس شلتون د پاکستان جیو نیوز ټلویزیوني شبکې ته ویلي چې د هېواد بهرنۍ پالیسي یې پر ملي ګټو ولاړه ده او زیاتوي چې د حکومت په بدلون سره به په پالیسۍ کې بدلون رانه‎شي.

سره له دې چې د امریکا نوي منتخب ولسمشر تر اوسه د جنوبي اسیا په اړه خپله دقیقه پالیسي نه‎ده وړاندې کړې، خو په دې وروستیو کې یې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په اړه ویلي وو چې د دغو دواړو سیالو هېوادونو تر منځ منځګړیتوب ته حاضر دی.

واشنګټن په پرله‎پسې ډول پاکستان په قبایلي سیمو کې د یاغیانو په ملاتړ تورن کړی او د دغو وسله‎والو ډلو په وړاندې یې د اسلام‎اباد جدي اقدامات غوښتي، خو اسلام‎اباد هم په پرله‎پسې ډول دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG