د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

د امریکا ځینو ښارونو کې د ټرمپ د بریالیتوب پرضد مظاهرې وشوې


له بوسټون څخه تر لاس انجلس پورې د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې پرون زرګونو کسانو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ د بریالیتوب پرضد مظاهرې وکړې.

دې اعتراض کوونکو چې تر ډېره سوله ییز وو، ترافیکې ستونزې رامنځ ته کړې او د ډونالډ ټرمپ ضد شعارونه یې ورکول.

په نیویارک زرګونو اعتراض کوونکو د منهاټن لارې کوڅې بندې کړې او د ټرمپ د ودانۍ او په پنځم سړک د هغه د کور خوا ته ولاړل.

د دوی څخه په سلګونو اعتراض کوونکي د منهاټن پارک کې راټول شول "هغه زما ولسمشر نه دی" نارې یې ووهلې.

د شیکاګو په مرکزي سیمه کې د اتلس سوو په شاوخوا کې کسان د ټرمپ د نړیوال هوټل او د ټرمپ د څلي بهر راټول شول او د ډونالډ ټرمپ پرضد یې شعارونه ورکړل.

په باسټون کې زرګونو اعتراض کوونکو د ټرمپ خلاف د ښار مرکزي سیمه کې لاریون وکړ دوی په خپل شعارونو کې ټرمپ په تبعیض تورناوه او نارې یې وهلې چې "ټرمپ استیضاح کړئ."

په سیټل کې پولیس وايي، د ټرمپ پرضد یو لاریون ته نېژدې ډزې شوي چې قربانیان هم لري خو وايي چې دې ډزو له مظاهرې سره تړاو نه درلود.

د امریکا راتلونکې ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د انتخاب پرضد مظاهرې تر ډېره په هغو ښارونو کې متمرکزې وې چې د نوموړې ډیموکراټې رقیبې هیلري کلېنټن ته په کې اکثریت خلکو رایې ورکړې وې خو په ځینو هغو سیمو کې هم مظاهرې شوې چې د ټرمپ پلویان په کې زیات دي.

XS
SM
MD
LG