د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د ډونالد ټرمپ ژوند لیک


ډونالد ټرمپ ۷۰ کلن دی.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

هغه د ۱۹۴۶ میلادي کال د جون په ۱۴مه په نیویارک ښار کې زېږېدلی دی.

ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴مه نیویارک کې زېږېدلی دی.
ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴مه نیویارک کې زېږېدلی دی.

هغه اوس د نړۍ له ډېرو بډایو خلکو ګڼل کېږي.

خو له دیارلس کلنۍ تر نوې ځوانۍ ټرمپ د نیویارک په پوځي اکاډمي کې زده‌کړې کړې دي او بیا یې د پنسلوانیا له پوهنتونه په اقتصاد کې لېسانس اخیستی دی.

ټرمپ: اقتصاد کې لیسانس اخیستی.
ټرمپ: اقتصاد کې لیسانس اخیستی.

هغه په پخه ځواني کې د خپل پلار په څېر د ودانیو جوړولو او خرڅولو کار پیل کړ او په امریکا کې ډېرو خلکو د کازینوګانو، رسټورانټونو او دنګو ودانیو د جوړولو له امله پېژندلی و.

په نیویارک کې د ټرمپ ټاور په نوم ودانۍ يې یوه ښه بېلګه ده.

ټرمپ ټاور
ټرمپ ټاور

د بري اول ګام ستر فکر کول او لوي فکر درلودل دی.
د بري اول ګام ستر فکر کول او لوي فکر درلودل دی.

ډونالد ټرمپ په خپلو دوو کتابونو The» Art of the Deal» او The art of» «comeback کې د تجارت په اړه خپله فلسفه توضېح کړې او دا نظر یې ډېر مشهور دی چې وايي «د بري اول ګام ستر فکر کول او لوي فکر درلودل دی.»

ټرمپ درې ودونه کړي.
ټرمپ درې ودونه کړي.

ډونالد ټرمپ درې ودونه کړي چې په خپل وخت کې یې ډېر شهرت ورکړ.

ایوانان زلنیچکوا، مارلاماپلس او د هغه اوسنۍ ښځه میلانیا ټرمپ د امریکا د مود او مطبوعاتو په ډګر کې ډېرې پېژندل شوې ښځې دي.

د هغه مېرمن میلانیا ټرمپ په خټه د سلووینیا او د نړۍ له پېژندل شویو موډلانو وه چې امریکا ته تر تګ وروسته‌یې له هغه سره واده وکړ.

ټرمپ ۵ اولادونه لري.
ټرمپ ۵ اولادونه لري.

هغه پینځه اولادونه لري، درې زامن او دوې لورګانې.

ډونالد ټرمپ په دولتي اداروکې کار نه دی کړی او که د جمهوري ریاست ننني انتخابات وګټي ښايي د امریکا په تاریخ کې اول ولسمشر وي چې کله یې هم سیاسي مقام نه درلود.

XS
SM
MD
LG