د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

ضيايي: د افغانستان شمال کې د اوبو ۵ لوی بندونه جوړېږي


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي چې د نږدې ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د هېواد په پنځو شمالي ولایتونو کې د اوبو او برېښنا بندونه جوړوي.

د ابو او انرژۍ وزارت وايي چې په پام کې ده ترڅو ډېر ژر د امو سیند د سواحلو پر تحکیماتو باندې کار پيل کړي.

د دغه وزارت مرستیال فهیم الله ضیايي دا څرګندوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړي او زیاته کړه چې دوی په شمال زون کې د امو سیند د اوبو د طغیان له امله د زیانمن شویو سیمو سروې پیل کړې ده.

ښاغلی ضیايي وايي چې د اوبو او برېښنا دا پنځه بندونه به په بلخ، جوزجان، فاریاب، سمنګان او سرپل ولایتونو کې جوړ شي.

هغه یې په اړه زیاته کړه:

"دا بندونه اکثراً په مختلفو مقصدونو جوړېږي، د سیلاب د کنټرول په خاطر، د زراعت د ودې په خاطر او همدارنګه د برېښنا د تولید په خاطر او ټولیزه هزینه یې نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالر دي."

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال وايي چې امو سیند د طغیان له امله له منځنی اسیا سره سرحدي لاین له منځه تللی او دوی په هڅه کې دي ترڅو دا ستونزه ژر حل کړي او په ډېر سرعت سره د امو سیند له اوبو څخه ګټه اخیستل پيل شي.

فهیم الله ضیايي وايي چې تر دې دمه دمو سیند له اوبو څخه د افغانستان ګټه اخیستنه له یوه فیصد څخه هم کمه ده.

هغه یې په اړه وايي:

"د امو له اوبو څخه یوه سلنه هم افغانستان ګته نه اخلي او دا زموږ حق دی چې تېرې استفاده وکړو او په پام کې ده چې ډېر ژر سواحل تحکیم شي او دا ګټه اخسته پيل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان او بلخ ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې هر کال د امو سیند د اوبو د زیاتوالي له امله یې په سلګونه جریبه ځمکه له سیند سره لاهو کیږي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG