د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

د خبریالانو په وړاندې د مافیايي وضعیت په اړه اندېښنې


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې د مافیايي وضعیت موجودیت د اندېښنې وړ بولي او له افغان حکومته په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دغه څرګندونې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤول نجیب شریفې د چهارشنبې په ورځ د خبریالانو په وړاندې د جرمي معافیت د پای ته رسولو د نړېوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وکړې.

ښاغلي شریفي وویل، که د امنیت شورا له‎خوا د خبریالانو په وړاندې جوړ شوی طرز العمل سم عملي شي نو تر ډېره بریده به د خبریالانو په وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

دی وايي:

"ستونزه ډېره پراخه ده، ستونزه په مراتبو ډېره لویه ده، په دې برخه کې چې کوم کارونه شوي کافي نه‎دي او په دې برخه جدي اقداماتو ته اړتیا ده، خو زه فکر کووم، کوم طرزالعمل چې تصویب شوی که عمل شي نو تر ډېره به وشي کولای چې ستونزې هوارې کړي."

ښاغلی شریفي وویل، حکومت په تېرو پنځلسو کلونو کې د بیان ازادي او د خبریالانو د خوندیتوب برخه کې ستونزې لرلي خو باید ووایم چې د هواري په برخه کې یې یو لړ اقدمات هم شوي دي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري اداره يونېسکو وايي چې په تېره يوه لسیزه کې د نړۍ په کچه په هرو پنځو ورځو کې يو خبریال وژل شوی دی.

یونېسکو: نړۍ په سطحه په هرو ۵ ورځو کې یو ژورنالېست وژل شوی
یونېسکو: نړۍ په سطحه په هرو ۵ ورځو کې یو ژورنالېست وژل شوی

يونېسکو وايي، اوکراین، افغانستان او پاکستان د نورو ځایونو په پرتله د ژورنالېستانو لپاره خطرناک بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د راپور له مخې په ۲۰۱۴ میلادي او ۲۰۱۵ میلادي کال کې په اوکراین کې ۷ په افغاستان کې ۵ او په پاکستان کې ۴ خبریالان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د خبریالانو په وړاندې د جرمي مافیت د پای ته رسولو د نړېوالې ورځې په مناسبت اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې يې د افغان حکومت څخه د اقداماتو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د يوناما دفتر مرستیالې پارنیل کارډیل په یاده غونډه کې افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په زیاتوالي اندېښنه وښوده او د افغان دولته يې وغوښتل چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي قضيې وڅېړي او عاملین دې د قانون منګلو ته وسپاري.

کارډیل وايي:

"په خبریالانو او د رسنیو په کار کوونکو بریدونه د اندېښنې وړ دي او په دې برخه کې عملي کار ته اړتیا ده او دا د دولت دنده ده چې د ژورنالېستانو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه او د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې وڅېړي."

بل‎خوا په عامه او سټراټیژیکو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار نادر نادري وايي، که څه هم له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې افغان خبریالان او رسنۍ د زور زیاتي کوونکو د مافیت له امله ځورېدلي، خو دوی د دغه ناوړه فرهنګ سره مبارزې ته ژمن دي.

نادري: ناامنۍ د خبریالانو پر وړاندې جدي ستونزې دي
نادري: ناامنۍ د خبریالانو پر وړاندې جدي ستونزې دي

نادري وايي:

"له بده‎مرغه په تېرو پنځلسو کلونو کې رسنیو او خبریالانو د مافیت له ناوړې پدېدې څخه رنځ لیدلی، دوی وهل شوي، سپکاوی ورته شوی، په قتل رسېدلي او د ازادۍ په لاره کې شهیدان شوي، خو په دې برخه کې کلکې ارادې موجودې دي چې په هېواد کې د مافیت فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي."

ښاغلي نادري وویل چې د معافیت فرهنګ سره کلکه مبارزه کولای شي د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې کړي.

د هغه په وینا ولسمشر ټولو امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې له ژورنالېستانو سره لازمه همکاري وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG