د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

کابل ښاریان وايي، د اوبو خوند او رنګ یې بدل شوی


اوبه د ژوندیو موجوداتو د ژوند د پایښت لپاره خورا مهم څیز دی، اوبه انسان او ټول ژوندي مخلوقات تازه ساتي ښکلا وربخښي او د ژر زړېدلو مخنیوی یې کوي.

عادي بدن په ورځ کې ۲ تر۳ لیتره اوبو ته اړتیا لري چې اته ګیلاسه کېږي، خو له بده مرغه په دې وروستیو کې د څښاک پاکې اوبه کمې شوي دي، د کابل ښار ډېری اوسېدونکي وایي چې په سیمه کې یې د اوبو، بوی، رنګ، او خوند، بدل شوی، ان تر دې چې په یوشمېر ځایونو کې په نلونو کې هم کله ناکله خړې اوبه راځي، یو شمېر کسان په بوشکو کې معدني اوبه اخلي، خو ځیني بیا د دې توان نه لري چې د څښاک اوبه په بیه واخلي، نو ځکه مجبوره دي چې هماغه بد بویه او چټلې اوبه وڅښي.

د څښاک د اوبو د ناپاکه کېدلو یو لوی علت په غیرې معیاري توګه د بدرفت د څاوو جوړول دي، په هغو سیمو کې چې بد رفت څاوې نشته یا هم کمې دي اوبه یې دومره نه دي بې خونده شوي په کابل کې د کمپنۍ سیمې اوسېدونکی حاجي ګل وایي چې د دوی اوبه نه دي بې خونده شوی ځکه چې هلته بدرفت څاوې کمې دي.

کلیوال هم د څښاک د اوبو له ناپاکي نه شکایت کوي وایي، ان د ویالو اوبه یې چټلې شوي، یوه خبره چې له پخوانه په خلکو کې ډېره عامه و هغه دا و چې ویل به یې روانې اوبه نه چټلېږي، د لغمان اوسېدونکی امین جان وایي، په روانو اوبو کې هم چې چټلي ډېره شي بیا یې څښل ګڼې صحي ستونزې پیدا کوي.

د بشپړپروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG