د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

پاکستان: کراچۍ کې په وسله وال برید کې ۵ تنه وژل شوي


د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې د شیعه ګانو پر یوه مجلس وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې يې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او ۱۰ ټپیان شوي دي.

د کراچۍ ښار د امنيتي چارواکو په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ ناوخته د یاد ښار په "ناظم اباد" سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې نامعلومو موټر سیکلو سپرو وسله والو پر هغه کور برید وکړ چې د محرم الحرام میاشتې په مناسبت پکې د شیعه ګانو مجلس روان و.

دوی وايي، د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره د کراچۍ عباسي او اغا خان روغتونونو ته لېږدولي دي.

د کراچۍ ښار د پولیسو یوه مشر ذوالفقار لالړک د پېښې په ځای کې رسنیو سره په خبرو کې پخلی وکړ چې په دغه وسله وال برید کې د یوې ښځې په ګډون ۵ کسان مړه او د ۲ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون پکې ۱۰ کسان تپیان دي.

په وژل شویو کسانو ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په وژل شویو کسانو ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړي دا برید په کراچۍ ښار کې د روانې ترهګرۍ کړۍ وبلله او ټینګار يې وکړ چې د مخنیوي لپاره به یې جدي اقدامات وکړي:

"په دو موټر سیکل څلور وسله وال راغلي و چې لومړی يې د کور نه بهر ډزې وکړې او بیا وروسته یې د ډزو به اورېدو بهر راتلونکو ښځو هم ډزې وکړې، دا د ترهګرۍ د لړۍ یوه کړۍ ده، خو ان شاء الله زموږ ټولې ادارې به یې په شریکه مخنیوي وکړي او له منځه به یې یوسي."

تر دغې پېښې وروسته پولیس او رینجرز ځواکونو د پېښې ځای ته ورسېدل، سیمه یې محاصره کړه او تلاشي عملیات يې هم وکړل، خو د وسله والو بریدګرو د نیولو په اړه یې لا تر دې دمه ځه نه دي ویلي.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د سند صوبې وزیر اعلی مراد علي شاه او نورو چارواکو په کراچۍ ښار کې د شیعه ګانو پر مجلس پر دغه وسله وال برید خواشیني ښودلې او پولیسو او نورو اړوندو ادارو ته یې د تحقیقاتو امر ورکړی دی.

کراچۍ د پاکستان له سترو سوداګریزو ښارونونه دی.
کراچۍ د پاکستان له سترو سوداګریزو ښارونونه دی.

کراچۍ د پاکستان د سند صوبې مرکز او د دې هېواد تر ټولو ستر تجارتي ښار دی چې په دې وروستیو کې پکې پولیسو او رینجرز ځواکونو د ترهګرو، قلنګ اخیستونکیو او انسان تښتوونکیو پرضد هدفي عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي.

دا په روانه میاشت کې په کراچۍ کې پر شیعه ګانو۲ وسله وال برید دی.

تر دې مخکې د روانې میاشت په ۱۸ مه نېټه هم ددې ښار په لیاقت اباد سیمه کې د شیعه ګانو پر یوې امام بارګاه بمي برید شوی و چې ۱ ماشوم پکې مړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ‍۱۸ کسان ټپیان شوي و.

د رسنیو د راپورنو له مخې، په کراچۍ کې ددغه وسله وال برید مسؤلیت د تحریک طالبان پاکستان محسود ډلې پر غاړه اخیستی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG