د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

صدیقي: تر ډېره د پولیسو له وسایطو د شخصي استفادې مخه نیول شوې


د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د امنیتي ارګانونو یو شمېر مسؤلین او لوړ پوري چارواکي د حکومت له پوځي نقلیه وسایطو او داسې نورو امکاناتو څخه شخصي ګټه اخلي.

خلک وايي، د ملي اردو او ملي پولیسو له رنجرو څخه د لوړ پورو چارواکو د کورنیو د انتقال، مېله ځایونو ته د تک او ان تر دې چې د بار وړونکو موتړو په توګه هم استفاده کېږي.

دوی حکومت د دولتي امکاناتو په ساتلو کې په نه پاملرنې ملامت بولي او وايي چې دا ستونزه له ډېر پخوا نه موجود ده.

شېر احمد او محمد فرید د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په دې اړه وویل:

"له رنجرو او داسې نورو موتړو څخه ډېره شخصي ګټه اخیستل کېږي، موږ ګورو چې پکې سون توکي انتقالوي، د مېلو لپاره قرغې، پغمان او صیاد ته پکې ځي خپلې کورنۍ پکې هر ځای ته وړي، خو مصرف یې پر دولت دی او خپله پکې چکرونو ته ځي."

"د قانون له نظره له دولتي امکاناتو څخه شخصي ګټه اخیستنه سمه نه ده، خو بدبختانه نن موږ ګورو چې چارواکي دولتي وسایط په ډېرې بې رحمې د شخصي اهدافو لپاره کاروي، زه له حکومت څخه غواړم چې دې موضوع ته جدي توجه وکړي."

د کابل ښار اوسېدونکي دغه شکایتونه داسې مهال کوي چې یو شمېر پخواني لوړ پوړي چارواکي هم له کلونو کلونوراهیسې د کومې دولتي دندې پرته له دولتي امکاناتو په ځانګړي ډول له موتړو څخه استفاده کوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صديقي بیا له ازادي راډیو سره خبرو کې دغه ستونزو د افغان ملي ځواکونو پر وړاندې یوه ننګونه بولي، خو وايي چي په ډېرو مواردو کې د ملي پولیسو له امکاناتو څخه د شخصي ګټې اخیستنې مخه نیول شوې.

صدیقي: ډېر کله د پولیسو له موټرو د شخصي استفادې مخه نیول شوې.
صدیقي: ډېر کله د پولیسو له موټرو د شخصي استفادې مخه نیول شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"رښتیا هم دا یوه ننګونه ده خو ډېرې هڅې شوي چې د پوځي تجهیزاتو څخه د شخصي ګټې اخیستنې مخه ونیول شي په ځانګړي ډول د ملي پولیسو له وسایطو څخه چې پخوا هم ترې شکایتونه کېدل، ډېره هڅه شوې چې د دا ډول اشخاصو مخه ونیول شي، موږ لسګونه داسې وسایط نیولي دي،خو لاهم یوه ننګونه ده او موږ دې ته ژمن یو چې د شخصي ګتې اخیستنې مخه ونیول شي."

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم یاده ستونزه مني، خو وايي چې د وزارت د تشکیل پر اساس، چارواکو ته وسایط ورکړل شوي، خو د ده په خبرو هغوی یوازې تري د وزارت په چارو کې استفاده کولای شي.

دی وايي چې د دفاع وزارت کشفي ادارې په دی برخه کې کار کوي او هر هغه چارواکې چې له وسایطو څخه شخصي ګټه اخلي تر څېړنو لاندې به ونیول شي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG