د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

يزيدي فعالانو "نادية" او "لمياء" د زخاروف سږنی جايزه وګټله


د سږ کال د زخاروف جايزه ګټونکي د عراق يزيدي فعالانې نادية مراد باسي طه او لمياء حجي بشار دي.

هغه مهال چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې اسلامي دولت سخت دريځې ډلې په شمالي عراق کې د نادية مراد باسي طه او لمياء حجي بشار پر کلي حمله وکړه، دوی يې د مينځو په توګه ونيولې.

وروسته دوی دواړو وکولای شو له خپلو برمته کوونکو وتښتي. دوی دواړې د ښځو او اقليتونو د حقونو لپاره فعالیت پیل کړ.

ناديه مراد باسي ته سږکال د اروپايي پارلماني اسمبلۍ د شورا له‎خوا د واڅلاف هاويل د بشري حقونو جايزه ورکړل شوه.

دا د ملګرو ملتونو د نوبل جايزې ته هم نومول شوې وه.

د روان کال په جولای مياشت کې اسوشيټېډ پريس خبري اژانس راپور ورکړ چې داعش ډلې شاوخوا درې زره نجونۍ او ښځې د جنسي مينځو په توګه نيولي دي.

د راپور له مخې داعش ډلې دا ښځې د انټرنيټ له لارې پلورلې او پېرلې.

د ۲۰۱۴میلادي کال په اګسټ مياشت کې زرګونو يزيدي ښځې او کوچنيان د داعش له‎خوا هغه وخت وتښتول شول چې د دوی پر کليو يې حملې وکړې او غوښتل يې دا مذهبي اقليت په بشپړه توګه له‎منځه يوسي.

نادية مراد باسي طه
نادية مراد باسي طه

په دغو نجونو کې لميه حجي بشار هم شامله وه چې څلور واري يې د تېښتې هڅه کړې وه خو په مارچ مياشت کې په خپله هڅه کې بريالۍ شوه.

په لاره کې پر دې او نورو ملګرو يې په مځکه کې ښخ شوی بم وچاودېد او دوې ملګرې یې اته کلنه الماس او شل کلنه کاترين ووژل شوې.

د دې بمي چاودنې له کبله د لميه یوه سترګه ړنده شوه او دا سخته ټپي شوه.

د زخاروف جايزه ګټونکې يوه بله يزيدي نجلې ناديه مراد ده چې د داعش له‎خوا تښتول شوې او د جنسي استفادې لپاره د مينځې په توګه بندي وه.

ناديه مراد اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي چې سخت دريځو دا موصل ښار ته یوړه چېرته چې له مخې لا زر نورې تښتول شوې نجونې وې چې د داعش جنګيالیو ته به په ډالۍ کې ورکول کېدې.

له درېيو مياشتو وروسته دې وکولای شو چې وتښتي او اوس په جرمني کې اوسي.

د زخاروف جایزه د پخواني شوروي اتحاد د فزیکپوه او د شوروي واکمنۍ د مخالف اندرې ساخاروف په نوم نومول شوې ده.

د دې جایزې د سپارلو رسمي مراسم د ډیسمبر په ۱۴مه نېټه په سټراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په عمومي غونډه کې په پام کې دي.

XS
SM
MD
LG