د افغانستان د فواید عامې وزارت او خصوصي سکټور تر منځ په پنځو ولایتونو کې د ۶۰ کېلو متره سړک رغولو تړونونه لاسلیک شول.
یاد وزارت دغه پروژې د هېواد د اقتصادي پرمختک لپاره ګټورې بولي او وايي چې د دغو سړکونو په رغولو سره به په ډېرو برخو کې د خلکو ستونزې هوارې شي.
د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د یادو پروژو د لاسلیکولو په مراسمو کې وویل چې ګټونکي شرکتونه اړ دي څو په تړون کې د ټاکل شویو معیارونو له مخې خپل کارونه ترسره او په ټاکل شوي وخت کې یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
نوموړي زیاته کړه:
"هیله لرم چې ګټونکي شرکتونه د تړون له مخې او په تړون کې د ټاکل شوې مودې سره سم خپل کارونه پای ته ورسوي، تر څو وروسته موږ له ستونزو سره مخ نهشو، د کار په کیفیت او د دغې پروژو په نورو برخو کې هېڅ ډول بېغوري موږ ته د منلو نهده."
دغه پروژې ټولې ۶۰،۳۲ کېلو متره اوږدوالی لري چې د یو میلیارد او ۱۷۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چې د افغانستان د پراختیایي بودجې او یوه برخهیې د چاپان هېواد له لوري ورکول کېږي په کابل، هرات، پکتیا، نیمروز او بامیان ولایتونو کې پلي کېږي.
ښاغلی بلیغ د یادو پروژو په پلي کولو کې د خلکو مرسته اړینه بولي وايي چې د سیمې خلک باید له اړوندو شرکتونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
بلخوا د نیمروز والي چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و وايي چې د یاد ولایت د سړکونو رغولو سره به د سیمې د اوسېدونکو په ځانګړي ډول د بزګرو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
محمد سمیع په دې وویل:
"د دغه سړک په رغولو سره کروندګر کولای شي خپل کرنیز توکي په سمه توګه انتقال کړي او ویلی شو چې د کوکنارو د کښت کچه به هم ورسره راټیټه شي، که د نیمروز د ولسوالیو ټول سړکونه ورغول شي، د بزرګرو کرنیز توکي به په کمه بیه بازار ته ورسېږي، کولای شو د کوکنارو د کښت پر وړاندې جدي مبارزه وکړو."
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی محمد نذیر حنفي بیا د یادو پروژو پر لوړ کیفیت ټینګار کوي او وايي چې ګټونکي شرکتونه باید د خپل کار کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ داسې سړکونه لرو چې پاخه جوړ شوي دي، خو د شپږو میاشتو په تېرېدو سره ورانېږي، پیسې او وخت مو ضایع کېږي، خو باید داسې تړون وکړي چې د سړک د خرابېدو په صورت کې قراردادي عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي، ځکه دا د یو تن زیان نهدی."
د دغو پروژو ګټونکي شرکتونه بیا ډاډ ورکوي چې خپلې چارې به په ټاکل شوي وخت او په ښه کیفیت سره پای ته رسوي.
راپور: عبادالله حنانزی