د بدخشان سیمهییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ورېښمو لارې د رغونې پروژې لومړی پړاو کار د پای ته رسېدو په حال کې دی.
د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد په وینا، د ورېښمو لارې لومړی پړاو د ۴۴ متره په اوږدوالي سره چې د بدخشان مرکز فیضاباد ښار څخه پیل شوی و او تر بهارک ولسوالۍ پورې غځول کېږي د بشپړېدو په حال کې دی.
ښاغلی بېګزاد زیاتوي چې افغانستان کې د ورېښمو لارې د رغونې دوهم پړاو کار ۱۰۸ کېلو متره اوږدوالی لري چې د بدخشان بهارک ولسوالۍ د دې ولایت اشکاشم سرحدي ولسوالۍ سره نښلوي.
دی وايي:
"چین ډېر لېوال دی چې باید دغه لاره جوړه شي، تاسې ګورئ چې د فیضاباد او بهارک ولسوالۍ تر منځ د ۴۴ کېلومتره په اوږدوالي سره پر دغه لارې کار په چټکۍ روان دی او د دې لارې دوهم پړاو کار چې ۱۰۸ کېلو متره اوږدوالی لري او بهارک ولسوالۍ له اشکاشم ولسوالۍ سره نښولي په ټولګټو وزارت کې پرې کار جریان لري او کله چې د دې لارې د دوهم پړاو کار تړون لاسلیک شي، له کبله بهیې افغانستان له تاجکستان او بیا له چین سره ونښلول شي."
د دغې لارې کار باید په دوو کلونو کې پای ته رسېدلی وی، خو قراردادي شرکت د ځینو ستونزو له کبله د دغې پروژې کار ودراوه، خو وروسته له دوه کالو بیا د دې تاریخي لارې کار پیل شو.
د بدخشان والي وايي چې د دې ولایت پخواینو سیمهییزو چارواکو هم د دې لارې د رغولو په برخه کې بېغورې کړې وه.
ښاغلی بېګزاد زیاتوي چې قراردادي شرکت تهیې خبرداری ورکړی، که د دې لارې په جوړولو کې له بېغوری څخه کار واخلي، ټولګټو وزارت بهیې په تور لېست کې وشمېري.
بېګزاد زیاتوي:
"موږ چې کومه غونډه د ټولګټو وزارت له معین صاحب سره درلوده په غونډه کې ما د قراردادي شرکت مسؤل ته وویل، که زه پوشم چې تاسې په کار کې بېغوري کوئ، نو زه ستاسو شرکت د ټولګټو وزارت په تور لېست کې دننه کوم."
خو د بدخشان پخوانیو سیمهییزو چارواکو، د دې لارې د رغونې د مخنیوي عمده لامل د ورېښمو لار په اوږدو کې د وسلهوالو طالبانو شتونو په ګوته کړی و.
بلخوا د بدخشان امنیتي چارواکي بیا وايي چې اوسمهال د دې لارې په اوږدو کې عمده امنیتي ګواښونه نهشته.
د چارواکو د خبرو پر بنسټ، له چین سره د دې تاریخي لارې د نښولو مسؤلیت د تاجکستان په غاړه دی او چین هم خوښي څرګنده کړې چې د دغې لارې د رغولو کار بېرته پیل شوی دی.
د معلوماتو له مخې د ورېښمو لار شاوخوا دوه، دوه نیم زره کاله مخکې په سیمه او نړۍ کې د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لار وه او دغه لار له هنده د افغانستان له لارې چین ته غځېدلې وه او تر اروپا هم رسېدلې وه.
د ورېښمو تاریخي لارې د رغولو پروژه د افغانستان دولت د ملي پروګرامونو څخه شمېرل کېږي او د دغې لارې له بشپړېدو سره افغانستان به د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ له لارې د چین له سینکیانګ ایالت سره ونښلول شي.
افغان او نړیوال چارواکي په دې وروستیو کلونو کې دې پایلې ته رسېدلي دي، څو د سیمې د اتصال د کړۍ په توګه افغانستان کې د ورېښمو زړه لار بېرته راژوندۍ کړي او په دې توګه په سیمه کې نوي اقتصادي پرمختګ ته لاره پرانیزي.
راپور: اجمل ارین