د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ۲۹۵ زره کسانو ته کار برابروي


د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د هېواد په ۱۹ولایتونو کې به د ۲.۷ میلیارده افغانیو په لګښت د خپلو پرمختیايي او بیارغونې پروژو له لارې ۲۹۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي د سې شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته د دغو پروژو د اهمیت په اړه وویل:

"د کار موندنې په لومړۍ، دوهمه او درېيمه مرحله کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ تر میاشتې دوام کوي، په بشپړېدو سره به د بې‌کارۍ په کموالي کې مهم رول ولري او د خلکو په ژوند کې به مثبت اغېز ولري په ځانګړي توګه د زراعت، اقتصاد په برخه کې په ټوله کې دا به د خلکو په ژوند مثبت اغېز ولري خو په دې برخه کې اړتیاوې لاهم موجودې دي."

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي

د ښاغلي رستمي په وینا دوی دغه پروګرام په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د کمښت په هدف تېر کال پیل کړی و چې په دوو لومړیو پړاونو کې يې د ۴۱۰۰ پروژو له لارې ۲۳۵ زره تنو ته لنډ مهاله کاري زمینه برابره کړې وه.

ښاغلي رستمي وویل، د کاري زمینو تر څنګ دوی ته د کار کیفیت هم ډېر مهم دی او دوی به له پلي کېدونکو پروژو په ښه ډول څارنه وکړي.

د کارموندنې دغه ملي پروګرام په ټول هېواد کې پلی کېږي چې په لومړیو دوو پړاونو کې یې ۱۵ ولایتونه او په درېیم پړاو کې د کابل په ګډون په‌کې ۱۹ ولایتونه شامل دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له‎مخې د سولې لپاره د کار د دغې ملي پروګرام له لارې به څه د پاسه پنځه لکه کسانو ته د لنډ مهاله کار زمینه برابره شي او د پروژې له پیله تر اوسه ۱۶۰۰ کسانو ته د دوامداره کار زمینه برابره شوې ده.

بل‎خوا اقتصادي کارپوه عبدالقادر جېلاني د دغه پروګرام د هرکلي تر څنګ له افغان حکومته غوښتنه کوي چې خلکو ته د دایمي کار د زمینې برابرولو په برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.

ښاغلي جېلاني زیاته کړه:

"کله چې ملي بودجه جوړېږي په دې کې يو اصل همدا وي چې خلکو ته کاري زمینې مساعدې کړي او دغه کاري زمینې باید اوږدمهاله وي، خو له بده‎مرغه باید ووایم چې زموږ په هېواد کې ډېری کاري زمینې لنډ مهالې وي."

وروستیو مهاجرتونو هم ښودلې چې ‌‌‌ډېریو ځوانانو د بې‌کارۍ له امله خپل هېواد پرېښی او په هېواد کې دننه هم ځوانان له بې‌کارۍ څخه ځورېږي.

ښاغلی جېلاني وايي، حکومت باید د خپلې ملي بودجې ترڅنګ د نورو غیر دولتي مؤسسو په ګډې همکارۍ هڅه وکړي چې خلکو ته د اوږد‎مهاله کار زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG