د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۰

"ناتار" د پښتنو د اوسني حالت يو حماسي انځور


بازخان الميار د ږوب سيمې ځوان شاعر دى، خو تر اوسه يې د شعرونو کومه ټولګه نه ده چاپ شوې.

ښاغلى الميار تر ډېره د غزل شاعر دى چې يوه غزل يې په دې وروستيو کې نوميالي افغان سندرغاړي خالق عزيز هم له موسيقۍ سره ويلې ده.

ښاغلي الميار په دې وروستيو کې د "ناتار" تر سرليک لاندې يو اوږد حماسي نظم ليکلى چې په کې يې د پښتنو د لر و بر وطن اوسنى حالت انځور کړى او له دې حالته د راوتلو لپاره يې پښتنو ته د همت ورکولو په نمت په خپل نظم کې هغه ټول ملي غازيان او اتلان ياد کړي چې پر خپله خاوره يې په يوه نه يوه شکل ننګ کړى او په تاريخ کې يې نومونه ژوندي دي.

ښاغلى بازخان الميار دغه حماسي نظم په خپل غږ کې را اوروي چې له کوټې زموږ همکار بارکوال مياخېل را لېږلى دى:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG