د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

جان کري په لندن کې د سوريې پر کړکېچ بحث کوي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په لندن کې د سوريې پر کورنۍ جګړې د واشنګټن او اروپا له متحدانو سره خبرې کوي.

دى به له خپلو بريتانوي، فرانسوي او جرمني سيالانو سره هم پر دې موضوع بحث وکړي.

جان کري په داسې حال کې د امريکا او اروپا له متحدانو سره د سوريې پر کړکېچ خبرې کوي چې د شنبې په ورځ یې د سويس په لوزان کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزیر «سرګي لاوروف»، دغه راز د سعودي عربستان، قطر، ايران، عراق، اردن، مصر او ترکيې له ډيپلوماټانو سره وکتل.

دا خبرې او ډيپلوماټيکې هڅې په داسې حال کې کېږي چې تېره مياشت هغه اوربند مات شو چې د امريکا او روسيې په منځګړيتوب ورباندې موافقه شوې وه.

تر دې وروسته هم خبرې له کومې موافقې پرته بې نتيجې پاتې شوې او په سوريه کې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره کوټلي اقدامات ونه شول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري ويلي، د لنډمهاله اوربند د بيا نافذېدو لپاره پر نظرياتو او پېشهادونو بحث شوى دى.

د ده په خبره د ښکېلو اړخونو ترمنځ له کړکېچ سره- سره دوى د اوربند د ټينګښت لپاره د ګډ کار له ادامې سره موافقه کړې ده.

ښاغلي کري خبريالانو ته وويل چې د دوشنبې په ورځ به په لوړه کچه پر راتلونکو اقداماتو خبرې ادامه ومومي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، د داسې سياسي پروسې غوښتنه يې کړې ده چې په سوريه کې روانه شخړه څومره ژر چې ممکنه وي پاى ته ورسوي.

د سوريې ځواکونه چې روسيه يې ملاتړ کوي، د سوريې د حلب د بېرته نيولو لپاره د دغه ښار په ختيځ کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو باندې بمباري کوي.

ملګرو ملتونو خبردارى ورکړى، د حلب ختيځ چې شا و خوا ٢لکه او پنځه اويا زره کسان په کې محاصره دي، ښايي په دوو مياشتو کې له بشپړې ويجاړۍ سره مخامخ شي.

د سوریې حلب ښار
د سوریې حلب ښار

په حلب کې د ژغورنې يوه کارکوونکي چې په «حلوانيه» سيمه کې يې له ويجاړو شويو ودانيو د ژوندي پاتې شويو کسانو په ايستلو کې همکاري کوله، رسنيو ته ويلي:

"يو غټ توغندى پر حلوانيه ناحيه ولګېد چې ډېره ويجاړي يې جوړه کړه، ځينې کسان د درې منزله ودانۍ تر ويجاړيو لاندې راګير پاتې دي چې د پلټنې چارې روانې دي."

لوېديځو قدرتونو پر روسيې او سوريې تور لګولى چې پر روغتونونو په بمبارۍ او د ملکيانو په وژنې سره يې جنايتونه کړي دي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې په حلب کې د بمباريو د درولو لپاره د فرانسې د پېشنهاد شوي پرېکړه ليک مسوده د روسيې له خوا ويټو يا رد شوه.

راپورونه وايي د سوريې په پنځه کلنه کورنۍ جګړه کې څه باندې ٣لکه کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG