کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ بیا هم تر ډېره په امنیتي مسایلو لیکنې اوتبصرې کړې دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ولسمشر د لومړي مرستیال له قوله لیکلي یوشمېر کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د هېواد شمال ته د ۷۵۰۰ داعش جنګیالیو د لېږد هڅه کوي.
وړاندې په مطلب کې راغلي د چیچنیا، ازبکستان او تاجکستان سلګونه اوسېدونکي چې د داعش تر چتر لاندې فعالیت کوي، هڅه کوي چې د راتلونکي کال تر وري میاشتې پورې ځانونه د افغانستان شمال ته ورسوي.
ویسا لیکي ځینو لوریو له څو کلونو راهیسې شمال ته د داعش پروژې د غځولو په اړه د خطر یادونه کړې، خو عبدالرشید دوستم پرې اوس اعتراف کوي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي که دغه پروژه په رښتیا هم په افغانستان کې عملي شي، د لیکوال په باور نو ممکن د افغانستان وضعیت د سوریې او منځني ختیځ په څېر تر دې زیات پیچلی شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي طالبان هم باید پوه شي چې که چېرته داعش قوت نیسي، د دوی جګړه ییز رول هم کېږي.
د دنیا لیکوال په وسله والو طالبانو غږ کوي چې د افغان دولت د سولې له پروګرام سره یو ځای شي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې لیکلي دا لومړی ځل دی چې د حکومت یو جګپوړی چارواکي په خپلو څرګندونو کې د داعش ډله په افغانستان کې بهرنۍ پروژه بولي.
سرنوشت لیکلي ورسیه او ایران په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو په هدف له وسله والو طالبانوسره نږدې اړیکې لري.
سرخط:
سرخط ورځپانې په یو مطلب کې پوښتنه کړې جنګ له خبرداري سره سره، ولې مدیریت نه شو؟
د لیکوال په باور دا سمه ده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګمارنه کې د سیاسیونو لاسوهنې د بدبختۍ اصلی سرچینه ده، خو ولې دا لاسوهنې بندې نه شوې؟
د مطلب لیکوال سپارښتنه کوي د هر خطر تر پېښېدو وړاندې د هغه د خنثا کېدو تابیا باید ونیول شي.