د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

پخواني چارواکي: حکومت کې نه همغږي یوه ستره تشه رامنځته کړې


یو شمېر پخواني افغان دفاعي او امنیتي چارواکي وایي چې د سیاستوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږۍ هېواد کې یوه ستره تشه رامنځ ته کړې ده.

د افغان دولت ځيني مخکیني امنیتي او دفاعي مسؤلین وایي، تر هغو چې د سیاسي قشر او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نه‎ همغږۍ ستونزه حل نه‎شي نو افغانستان به هوسایې ونه ویني.

د ملي امنیت پخواي رئیس امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ د افغان اتلو ځواکونو سره د مرستې په نوم بنسټ د پرانېستلو په مراسمو کې وویل، سره له دې چې افغان ځواکونه له وسله‎والو سره په میړانه جنګیږي، خو سیاستوال ورنه ملاتړ نه کوي.

د ملي امنیت پخواي رئیس امرالله صالح
د ملي امنیت پخواي رئیس امرالله صالح

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"اصلاً په واک کې د شته سیاسي قشر او وسله‎وال ځواک تر منځ همغږي نشته. هغوی چې جنګیږي، د رهبرۍ په بېلابېلو برخو د یوه با معنویته قشر په لټه کې دي چې په خواشینۍ سره دا خلا هره ورځ پسي زیاتیږي."

نوموړي له امنیتي ځواکونو ملاتړ د ټولنې د ټولو ډلو مسؤلیت یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې امنیتي ځواکونه نه باید له پامه وغورځول شي.

دا لومړی ځل دی چې له افغان امنیتي اتلانو سره د مرستې په نوم یو بنسټ د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل له‎خوا فعالېږي، د دې بنسټ هدف د هغو امنیتي ځواکونو له کورنیو سره مرسته کول دي چې په جګړو کې وژل کېږي او یا هم ټپیان کېږي.

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل
د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل

ښاغلي نبیل د دې بنسټ مسؤل په دې اړه وویل:

"دغه حمایوی او ملاتړ کوونکي بنسټ جوړول هېڅ ډول سیاسي او اقتصادي هدف نه لري او د دې بنسټ فعالیتونه یوازې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو نه معنوي ملاتړ او له نه د ملاتړ جلبول دی."

د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم وایي، هغه کسان چې له خلکو او هېواده دفاع کوي، باید ملاتړ ترې وشي او له هغو سره یې توپير وشي چې د پردیو په اشاره افغانستان ورانوي.

اخوا د وسله‎وال پوځ پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي د امنیتي ځواکونو تلفاتو ته په اشارې وایي چې د دغو ځواکونو په رهبرۍ کې سیاسي مداخلې کېږي.

پخوانی لوی درستیز او پوځي کارپوه شیرمحمد کریمي
پخوانی لوی درستیز او پوځي کارپوه شیرمحمد کریمي

ښاغلي کریمي زیاته کړه:

"زه دا د نوي ملي اردو په هکله چې خبرې وکړم، ۱۴ کاله کېږي چې دوی شپه او ورځ په جګړه کې دي. دوی له جنګه ستومانه شوي او لکه څنګه چې لازمه ده اکمالات او هوایې ملاتړ یې نه کېږي. په رهبرۍ کې یې متاسفانه سیاسي ملحوظات او اړخونه مداخله کوي او لاس لري."

له دې مخکې څو ځله د امنیتي ارګانونو د رهبرۍ تر منځ د همغږۍ پر نشتوالي انتقادونه شوي دي.

خو د دغو اندیښنو او انتقادونو په ځواب کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه له یوې قوي سیاسي اجماع برخمن دي او ملاتړ یې کېږي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"د حکومت ډېر وخت او امکانات پر امنیتي ځواکونو لګول کېږي. هره ورځ ولسمشر د اعلی سرقومندانۍ غونډې لري، له قول اردوګانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې په تماس کې دی، د ولسمشر ډېره اړیکه د قول اردوګانو له قومندانانو او امنیتي ځواکونو سره دی."

رحمت الله نبیل چې له دې مخکې د ملي امنیت رئیس و هم وایي چې له امنیتي ځواکونو هر اړخيزه ملاتړ په هېواد کې د ثبات او سولې د ټينګښت سبب ګرځي.

پخواني چارواکي: حکومت کې نه همغږي یوه ستره تشه رامنځته کړې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG