د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

د نشه یي توکو په تور نیول شوی قوماندان ولې خوشې شو؟


ازادي راډيو ځينې داسې اسناد تر لاسه کړي چې ښيي د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې معین بازمحمد احمدي د مخدره موادو په تور د بدخشان د بهارک ولسوالۍ نیول شوي برحاله قوماندان د خوشي کېدو امر کړی دی.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر قوماندان وايي، د بهارک ولسوالۍ امنیه قوماندان یې د میزان په اوومه نېټه داسې وخت ونیوه چې هغه له دغه میدانه د وتلو په حال کې و.

دا اسناد ښيي چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پولیسو نږدې دوې اوونۍ وړاندې د بدخشان د بهارک ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود د مخدره موادو اړوند د څارنوالۍ د حکم له مخې نیولای و.

خو وروسته له دې چې نوموړی اړوند ادارو ته سپارل کېږي د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو په وړاندې د مبارزې د معین بازمحمد احمدي په غوښتنه خلاصېږي.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د پولیسو قوماندان محمد اصف جبارخېل له ازادي راډيو سره په خبرو کې د عبدالودود د نیول کېدو پخلی وکړ.

هغه زیاته کړه:

"د میزان په اوومه موږ یو کس د جنرال قاري عبدالودود په نوم چې د بدخشان د بهارک د ولسوالۍ امنیه قوماندان دی په هوايي ډګر کې ونیوه، د هغه د نیونې په اړه د څارنوال حکم موږ ته رارسېدلی و، هغه چې کله دلته مراجعه وکړه او غوښتل یې چې ووزي موږ د همدې اطلاعاتو له مخې ونیوه او اړونده څارنوالۍ ته مو ولېږه."

د اسنادو له مخې قوماندان عبدالودود باید د شاوخوا ۲۰۰ کیلو ګرامه هیروینو په تور نیول شوی وای.

ازادي راډیو ته رارسېدلي اسناد ښيي وروسته له دې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معین اړونده ادارو ته د هغه د خلاصېدو امر کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یې موادو په وړاندې د مبارزې معین بازمحمد احمدي څخه مو چې په دې اړه وپوښتل هغه ازادي راډيو ته وویل چې عبدالودود اصلاً نه نیول شوی او نه یې ده د خلاصون امر کړی دی.

باز محمد احمدي
باز محمد احمدي

هغه زیاته کړه:

"اصلاً داسې څه پېښه نه ده رامنځته شوي، شاید اوازه وي، خو هغه زموږ تر تعقیب لاندې دی او موږ د هغه په وړاندې ځينې ملاحظات لرو خو فکر نه کوم چې هغه دې نیول شوی وي."

هغه دا هم ردوي چې قوماندان عبدالودود دې کابل ته راغلی وي او وايي چې په بهارک ولسوالی کې د امنیتي ستونزو له امله قوماندان په خپل ځای کې دی.

خپله عبدالودود بیا کابل ته سفر نه ردوي، خو د کابل د نړیوال هوايي ډګر پولیسو له خوا د هغه نیول کېدل ردوي.

هغه زیاته کړه:

"نه، زه نه یم نیول شوی، دا چا تبلیغ کړی دی، ما نه د کابل پولیس لیدلي او نه د بل کوم ځای زه د دې هېواد یو جنرال یم نه څه ستونزه لرم او نه څه ملاحظه، زه د هوايي ډګر له ترمینله راغلم او دا خلک دروغ وايي، ما هم داسې تبلیغ اوریدلای وو."

نوموړی وايي، څو میاشتې وړاندې ده ځينې ټانکرې کندز ته د ترمیم لپاره لېږلي وې او له ترمیمه وروسته د بېرته لېږد په وخت کې د موټروانانو سره شاوخوا ۲۶۳ کیلو ګرامه هیرویین نیول شوي و چې دی هم پکې ښکېل ګڼل شوی.

د معین بازمحمد احمدي په وړاندې دا معلومات له هغې وروسته افشا کېږي چې هغه تېره اوونۍ د ولسي جرګې له تالاره وویستل شو او وکیلانو په نوموړي د فساد تورونه پورې کړل.

د ولسي جرګې غړي وايي چې په هېواد کې د مخدره موادو قاچاق د کمېدو پر ځای ډېر شوی او دا له دې امله دی چې خپله د نشه یې موادو پر وړاندې د مبارزې معین او ځينې پولیس له قاچاکوونکو سره لاس لري.

راپور: یوسف خان

XS
SM
MD
LG