د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

ټرمپ: که انتخاباتو کې بریالی شوم هیلري کلېنټن به زنداني کړم


د امريکا د جمهوري رياست انتخاباتو لپاره د ډيموکرات ګوند کانديدې هیلري کلېنټن او د جمهوريت غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ نن په يوه توده مناظره کې پر يوه او بل انتقادونه وکړل.

ټرمپ په مناظره کې وويل، که دى په دغو انتخاباتو کې بريالى شو، مېرمن کلېنټن به زندان ته واچوي، په ځواب کې مېرمن کلېنټن د ټرمپ پر شخصيت انتقاد وکړ او د سپينې ماڼۍ لپاره يې نامناسب شخص وباله.

دواړو کانديدانو پر هغې ويډيو کې تمرکز وکړ چې ۱۰ کاله مخکې ثبت شوې او څو ورځې مخکې خپره شوې، په هغې کې ښاغلي ټرمپ د ښځو په اړه سپکې سپورې ويلي دي.

دغه راز د مېرمن کلېنټن د ځينو پټو اسنادو افشا کېدو او هغو ادعاګانو ته اشاره وشوه چې ګواکې روسيې هڅې کړي، د امريکا د انتخاباتو په سيسټم کې لاسوهنه وکړي.

د امريکا د جمهوري رياست انتخابات د نوومبر مياشتې پر اتمه کېږي چې تر يوې مياشتې لږه موده ورته پاتې ده.

د ټرمپ هغه جنجالي ويډيو په جمهوريت غوښتونکي ګوند کې دننه د وتلو سياستوالو د انتقاد سبب شوه، دوى ويلي چې ټرمپ ته به رايه ورنه‎کړي.

XS
SM
MD
LG