د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

عدلیې وزارت: د نړيوال سازمان له ۴۰۱ سپارښتنو ۲۱ سلنه‌یې پلي شوي


د افغانستان د عدليې وزارت او د بشري حقونو څخه د ملاتړ اداره وايي چې تر اوسه د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د نړیوال سازمان له‎خوا له ترلاسه شویو ۴۰۱ سپارښتنو څخه يوازې ۲۱ سلنه‌یې په افغانستان کې پلي شوي.

د يادو ادارو د مسؤلینو په وینا له دغو سپارښتنو څخه ۵۰ سلنه‌یې د پلي کېدو په حال کې دي او ۲۹ سلنه نورې یې نه‎دي پلي شوي.

د افغانستان د عدليې وزارت مرستیال ذبیح‌الله هاشمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، افغانستان کې د بشري حقونو سپارښتنو د پلي کېدو کچه ډېره ټيټه ده او که دغه سپارښتنې په سمه توګه پلي نه‎شي نو د نړېوالې ټولنې په وړاندې به د افغانستان حیثیت تر پوښتنې لاندې راشي.

عدليې وزارت: افغانستان کې د بشري حقونو سپارښتنو د پلي کېدو کچه ډېره ټيټه ده.
عدليې وزارت: افغانستان کې د بشري حقونو سپارښتنو د پلي کېدو کچه ډېره ټيټه ده.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"په ټوله کې ۴۰۱ سپارښتنې دي چې له بده‎مرغه د سپارښتونو د پلي کېدو سطحه ډېره ټيټه ده چې دا د افغانستان لپاره د خطر زنګ دی، مختلفې دولتي او نورې ادارې باید دغه سپارښتنې پلي کړي او که په پلي کولو کې يې موږ پاتې راشو نو دا د افغانستان د حیثیت لپاره ډېره بده ده."

د افغانستان عدليې وزارت او له بشري حقونو څخه د ملاتړ ادارې د راپور له مخې دغه سپارښتنې، د قوانینو اصلاح، د اداري فساد، د کار حق او د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي، د ماشومانو د ناوړه وضعیت، د نشه‌يي توکو، ځورونې او د ملکیانو د مرګ ژوبلې په وړاندې د مبارزې په برخو کې دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت چارواکي وايي، دوی دغه سپارښتنې له ټولو ادارو سره شریکې کړي او د پلي کېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع‌الله بېدار ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغو سپارښتنو په پلي کېدو ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې دغه سپارښتنې باید په وخت سره پلي شي او راپور يې هم اړوندو ادارو ته واستول شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع‌الله بېدار
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع‌الله بېدار

ښاغلي بېدار زیاته کړه:

"د دغو سپارښتونو په برخه کې باید نور کار هم وشي او جدي ونیول شي او دغه سپارښتنې باید په وخت او موقع سره باید پلي شي او د اجرأتو په برخه کې مربوطه کمېټو ته معلومات وړاندې کړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې په ملي او نړیواله کچه له کلک انتقاد سره مخ دی.

افغانستان تر اوسه د بشري حقونو په برخه کې د اوو نړیوالو کنوانسینونو غړیتوب لري او اړ دی چې په هېواد کې د بشري حقونو د پلي کېدو او وضعیت په اړه د بشري حقونو څارونکو بنسټونو ته راپور ورکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG