د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

پنټاګون: لسګونه افغان پوځیان امریکا کې د روزنې پرمهال ورک شوي


پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت وايي، لسګونه افغان پوځیان په امریکا کې د روزنې پرمهال تري تم شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په نېږدې دوو کلونو کې ۴۴ افغان پوځیان چې په متحده ایالتونو کې په زده‎کړو بوخت و، کیدای شي د ناقانونه ژوند او کار لپاره تري تم شوي وي.

د رویټرز خبري آژانس ویلي که څه هم د تري تم شویو پوځیانو شمېر په امریکا کې د روزل شوېو افغان پوځیانو په اندازه څو واره کم دی خو بیا هم امریکا ته د زده‎کړو لپاره د هغوی انتخاب تر پوښتنې لاندې راولي.

د رویټرز په باور په متحده ایالتونو کې د افغان سرتېرو تري تم کېدل د اوباما ادارې لپاره هم لوی شرم دی چې د دغو پوځیانو د روزنې لپاره یې میلیاردونه ډالره لګولي دي.

متحده ایالتونو کې د افغان سرتېرو تري تم کېدل د اوباما ادارې لپاره هم لوی شرم دی
متحده ایالتونو کې د افغان سرتېرو تري تم کېدل د اوباما ادارې لپاره هم لوی شرم دی

کیدای شي د افغان سرتېرو د ترې تم کېدو له امله د کډوالو د منلو له پالیسیو سره د امریکا د جمهوري ریاست د کاندید ډونالډ ټرمپ مخالفت نور هم زیات کړي.

د پنټاګون ویاند آدم سټمپ رویټرز ته ویلي چې یوازې د سېپټمبر له لومړۍ راهیسې اته افغان پوځیان تري تم شوي چې لایې هم د اوسېدو ځای نه دی موندل شوی.

سټمپ ویلي، د دفاع وزارت په دې لټه کې دی چې امریکا ته د راتلونکو پوځیانو د انتخاب پروسه لا شفافه او ښه کړي څو په دغه هېواد کې د افغان پوځیانو د تېښتې مخه ونیسي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بیا وايي چې امریکا ته د هر ورتلونکي افغان پوځي نه یو تن ضمانت غوښتل کېږي او لاهم هڅه روانه ده چې د دوی د انتخاب پروسه دقیقه شي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"په دې مورد باندې پالیسي لرو. هغه کسان چې بهر ځي یو با اعتباره سړی د دوی ضمانت کوي او د ضمانت له مخې موږ دوی ته اجازه ورکوو چې لاړ شي او خپل تحصیلات سر ته ورسوي. خو په دې پالیسي بیا هم کار کوو چې په راتلونکي کې دا خلک د بایومټریک له فلټره په ښه شکل ووځي او د تعهد په اساس بېرته خپل وطن ته راشي."

د پنټاګون چارواکو چې نوم یې نه دی اخېستی رویټرز ته ویلي چې هېڅ شواهد نشته چې په امریکا کې د تري تم شویو افغان پوځیانو حضور دغه هېواد ته کوم ګواښ پېښوي.

وروسته له هغه چې د یوه افغان زوی عمر متین په امریکا کې د همجنسګرایانو په یوه کلپ کې ۴۹ تنه ووژل د جمهوري ریاست کاندید ډونالډ ټرمپ وویل چې امریکا ته راتلونکي باید ټول ښه تر څېړنې لاندې ونیول شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG