روسيې په روانې اکټوبر میاشت کې په دوو مهمو اټمي برخو کې له متحده ایالاتو سره خپلې موافقې وځنډولې.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو نور د اټمي تحقیقاتو په څېر حساسه برخه کې پر واشنګټن باور نهشي کولای.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي رایبکوف وویل، دا موافقه هغه مهال بېرته عملي کېدای شي چې متحده ایالات پر روسيې لګېدلي بندیزونه پورته کړي.
د اټمي تحقیقاتو په برخه کې له امریکا سره د همکارۍ ځنډول د روسيې لهخوا د هغو بندیزونو ځواب بلل کېږي چې امریکا د اوکراین د مسئلې له امله پر روسيې لګولي دي.
سرګي رایبکوف ویلي، د ۲۰۱۳ میلادي کال د اټمي څېړنو د موافقې ځنډول د امریکا لهخوا د هغه خصمانه عمل ځواب دی چې په ۲۰۱۴ کاليې روسيې سره د کریمیا تر الحاق وروسته د مسکو پر وړاندې ترسره کړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر د روسيې لهخوا په یو اړخیز ډول د اټمي څېړنو د موافقې د ځنډولو په اړه د خپل هېواد خواشیني څرګنده کړه.
مارک ټونر وویل، امریکا په دې باور ده چې په دې برخه کې د واشنګټن او مسکو تر منځ همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
د واشنګټن او مسکو تر منځ په اړیکو کې د کړکېچ بله ساحه په سوریه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوربند د معاملې پر سر اختلافات دي.
امریکا وايي، روسيې په سوریه کې د اوربند په اړه خپلې ژمنې نهدي عملي کړي او پر حلب ښار يې د بمباریو په دوام سره د سوريې د جګړې د ډیپلوماټیک حل مخه نیولې ده.
خو روسیه ټنیګار کوي چې د امریکا لهخوا په سوریه کې د اوربند هڅه نیمګړې ده او واشنګټن د هغو وسلهوالو په مهارولو کې پاتې راغلی دی چې د سوريې د حکومت پر ضد فعالیت کوي.