د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

عبدالرشید دوستم د کندز جګړې مشري په غاړه واخيسته


د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پرون دوشنبه د کندز د جګړې د ادارې او هلته د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ مسؤلیت واخیست.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله، کندز ته پرون دوشنبې د کوماندو او ځانګړو ځواکونو "سپېشل فورس" زیاتې ډلې هم رسېدلې دي.

ښاغلی دوستم به له کابله د ملي اردو د لوی درستیز له مرستیال مراد علي مراد سره چې په کندز کې دی، جګړه رهبري کړي او له وسله‎والو طالبانو د کندز ښار د پاکولو عملیات به مخې ته یوسي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه کندز کې د پرمختګ په حال کې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

شاه حسین مرتضوي زیاتوي:

"د جمهوري ریاست لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم له کابله د سوق او ادارې په مرکز کې دی او د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د کندز د فرقې قوماندان دی. "

وسله‎والو طالبانو پرون سهار پر کندز ښار حمله وکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د ښار تر بشپړې تصفیې وروسته به په‎ دې اړه چې وسله‎وال طالبان له کومو لارو او څرنګه تر کندز ښار ورسېدل څېړنې وشي.

ښاغلي صدیقي وویل، له وسله‎والو طالبانو د ښار د پاکولو چارې ادامه لري.

صدیقي: له وسله‎والو طالبانو د ښار د پاکولو چارې ادامه لري.
صدیقي: له وسله‎والو طالبانو د ښار د پاکولو چارې ادامه لري.

صدیق صدیقي زیاته کړه:

"د افغانستان د ځانګړو ځواکونو او کوماندو زیات غړي کندز ښار ته رسېدلي دي. د ښار په مختلفو سیمو کې چې زموږ د راپورونو پر اساس، لا هم وسله‎وال طالبان موجود دي، زموږ عملیات روان دي. زموږ کوماندو او ځانګړي ځواکونه په‎ دې عملیاتو کې برخه لري. تېره شپه وسله‎والو طالبانو ته زیات تلفات هم اوښتي دي."

وسله‎والو طالبانو تېر کال هم کندز ښار د لنډې مودې لپاره نیولی و خو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې له ښاره وتښتېدل.

کندز ښار کې پرون ښوونځي، دولتي دفترونه او بازارونه بند و.

هغه وېډیويي فلمونه او عکسونه چې وسله‎والو طالبانو د کندز ښار له بېلابېلو سیمو اخیستې او پر انټرنټ خپاره شوي، هغوی په لارو او کوڅو کې څرګندوي نو له‎ دې امله خلک په کورونو ننوتلي وو.

راپورونه وايي، یو شمېر خلک پرون له کندز ښاره وتښتېدل او ځانونه‌یې امنو سیمو ته ورسول.

کندز ښار
کندز ښار

د عفوې نړیوال سازمان کندز کې په جګړه کې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ملکي خلکو امنیت ته پام وکړي.

په‎ دې سازمان کې د اسیا د لوېدیځو هېوادونو مسؤلې چمپا پټېل ویلي چې په کندز کې وضعیت د اندېښنې وړ دی.

مېرمن پټېل له ‎دې امله چې وسله‎وال طالبان ښايي له ملکي خلکو خپل هدف ته د رسېدو لپاره کار واخلي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په کندز کې روان وضعیت څرګندوي چې د ملکي خلکو امنیت او ژوند وسله‎والو طالبانو ته چندان اهمیت نه‎لري.

XS
SM
MD
LG