د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د غیري پلاني کورنو پر مالکینو د ملکیت سندونه ووېشل شول


ولسمشر غني د کابل د لومړۍ ناحیې د غیري رسمي او غیري پلاني سیمو د مالکیت سندونه پر یو شمېر کورنیو ووېشل.

ولسمشر غني وايي، دا مهال هغه خلک چې په غیري پلاني سیمو کې اوسېږي ملکیت یې خوندي نه دی.

ولسمشر غني وايي، د کابل ښار د بیا رغونې لپاره ځانګړي پلانونه په پام کې لري.

ښاغلي غني چې د د غیرې پلاني او غیرې رسمي کورونو د سندونو د لومړي پړاوو د وېش په نامه جوړي شوې غونډه کې خبرې کولې وویل هغه خلک چې په غیرې پلاني سیمو کې اوسېږي د ځینو خود غرضه کړیو له دعوې سره مخ دي، خو ژمنه یې وکړه چې ملکیتونه یې خوندي دي.

هغه زیاته کړه:

"له ټولو افغانانو سره د دولت ژمنه داده چې په ټول هېواد کې به د دوی مال مصؤن او شرعي شي، پوهېږم ځینو کسانو هڅه کوله چې ستاسو ملکیتونه ونیسي خو تر هغې چې مو دا خادم ژوندی وي هیڅوک ستاسو ملکیت نه شي اخیستلای."

په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو له کبله هغه کورنۍ چې بې ځایه شوي په غیرې پلاني او حتا په غرونو کې یې ځانو ته سرپناه وي جوړي کړي.

دغه کورونه له نقشې پرته جوړ شوي چې د ښار جوړونې د متخصیصونو په خبره ګڼې ستونزې یې هم پیدا کړې دي.

د افغانستان د اراضي د اداري د معلوماتو له مخې دا مهال اتیا سلنه ملکیتونه غیري رسمي دي.

خو د افغانستان د اراضي اداره بیا وايي چې د ملکیتونو د رسمي کولو لړۍ پیل شوې او ټول غیري رسمي ملکیتونه به ثبت شي.

خو د حکومت ددغه اقدام په اړه د ښار جوړونې یو شمېر متخصیصن بیا وايي ددې پرځای چې حکومت د ملکیتونو سندونه ووېشي ښه به وي چې د ښاري خدمتونو او د کانالیزسیون برخو ته پام وکړي.

د ښار جوړونې د برخې متخصص صدیق قیام:

"فکر کوم د سند د وېش پرځای چې په اینده کې به مشکلات هم جوړ کړي د ښار د پراختیا په فکر کې باید وي، څو کانالیزسیون، برق او ټول اجمتاعي خدمات په ښارونو کې ځای پرځای شي."

ښاغلی قیام تاکید کوي چې د کابل ښار د پراختیا او معیارې کېدو لپاره لومړی باید ښارګوټي جوړ شي او هغه کورنۍ چې په غیرې پلاني سیمو کې ژوند کوي دغو ښارګوټو ته انتقال شي او وروسته بیا ټولې غیرې پلاني سیمې ویجاړې شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG