د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۰

د افغانستان د ساحلي فوټبال ټیم سبا لبنان سره سیالي کوي


د افغانستان د ساحلي فوټبال ټيم به سبا د لبنان له ټيم سره د اسیا د ساحلي فوټبال په سیالیو کې د درېیم مقام ګټلو په هدف سیالي وکړي.

د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډيو ته وویل چې

د افغانستان د ساحلي فوټبال ټيم پرون د عمان له ټيم څخه سیالي ۸ د ۲ په وړاندې وبایله او ونه توانېده چې پایلوبې ته لاره پیدا کړي:

"سبا به د درېیم مقام د ګټلو لپاره د لبنان له ټيم سره سیالي وکړي له ازبکستان څخه مو لوبه وګټله جاپان او عمان ته مو وبایلل."

د اسیا په ساحلي فوټبال سیالیو کې به راتلوونکې اوونۍ جاپان او عمان ټيمونه میدان ته ووځي.

د یادولو وړده چې د افغانستان د ساحلي فوټبال ټيم لومړی ځل دی چې د اسیا په ساحلي فوټبال سیالیو کې نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کوي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په شمول د ۴۷ اسیایي هېوادونو څخه لوبغاړو ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG