د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

ارګ: حکومت ژمن دی چې د نړیوالې ټولنې د هر سنټ حساب ورکړي


افغان حکومت د بروکسل کنفرانس د را رسېدو په درشل کې وايي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو د هر سنټ او هر ډالر حساب ورکوي.

د افغان ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال په داسې حال کې دا خبره وکړه چې له افغانستان سره تمه کېدونکې مرستې په اصلاحاتو او د فساد په له‎منځه وړلو تړلي بلل شوي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ اولسن تېره ورځ وویل، افغانستان ته به مرستې په سپین چک نه ورکول کېږي بلکې دا مرستې په اصلاحاتو او له فساد سره په مبارزې تړلې دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ اولسن
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ اولسن

ښاغلي اولسن چې د جان هاپکنز پوهنتون له‎خوا یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله؛ هیله وښوده چې د اکتوبر په څلورمه او پنځمه د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې هرکال د درې میلیارډ ډالرو مرسته اعلان شي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت لازم اصلاحات راوړي او په بروکسل کنفرانس کې به د مرستو حساب په پوره ژمنتیا ورکوي.

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت د بروکسل کنفرانس ته له شمېرلو لاسته راوړنو، عملي پلان او معقولې طرحې سره ځي. د نړیوالې ټولنې ټولې هغه پیسې چې له افغانستان سره مرسته کېږي افغان حکومت ژمنه کړې چې د دوی د هر سنټ او هر ډالر حساب به ورکوي. په امنیتي ارګانونو او ملکي ادارو کې د افغان حکومت له‎خوا راوستل شوي اصلاحات د دې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت شفافیت ته ژمن دی او ټولې پيسې به مسؤلانه مصرفېږي."

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال

افغان حکومت په‎داسې حال کې د اصلاحاتو د راوړلو او د فساد د له‎منځه وړلو ډاډ ورکوي چې همدا میاشت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې په دغه هېواد کې د امریکا د میلیونونو ډالرو د ضایع کېدو اندېښنه څرګنده کړه.

امریکا هرکال له افغان پوځیانو سره څلور میلیارډ ډالره او له نورو ملکي ادارو سره یو میلیارد ډالره مرسته کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ښاغلي اولسن وویل، دا مرستې له افغان پوځیانو سره د دې لپاره کېږي چې له طالبانو سره د مبارزې په لار کې لا غښتلي شي.

ښاغلي اولسن هیله وښوده چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه دواړه ګوندونه د نوومبر په اتمې له انتخاباتو وروسته هم همداسې موافق پاتې شي.

د امریکا سنا جرګې بیا همدا میاشت خبرداری ورکړ چې که افغان حکومت له اداري فساد سره په مبارزه کې ناکامه شي دوی به اړ شي چې د امریکا د میلیاردونو ډالرو د مرستو په سر بیا کتنه وکړي.

افغان حکومت ویلي له اداري فساد سره د مبارزې او د لازمو اصلاحاتو د راوړلو لپاره یې اړین کارونه کړي او دا هڅې یې دوام لري څو وکولای شي په بروکسل کنفرانس کې د پام وړ مرستې تر لاسه کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG