د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

نیویارک ټایمز: له غني پرته، پخواني چارواکو شتمني سمه نه‌ده ثبت کړې


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د فساد مسئلې ته پام اړولی او لیکي:

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې هغه هڅې چې د افغان لوړ پوړو چارواکو پر مالي شتمنیو د څارنې له لارې پیل شوي، تقریباً بیخي ناکامه دي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي:

د افغانستان د بیارغونې په اړه د امریکا د سرپلټونکې ادارې یا سیګار د هغه راپور له مخې چې تېره اوونۍ یې خپور کړی، د افغانستان دوو حکومتونو د ۸۳ لوړ پوړو چارواکو له ډلې یوازې یوه تن، اوسني ولسمشر اشرف غني چې هغه مهال د مالیې وزیر و، په بشپړه توګه د مالي قوانینو مطابق خپله شتمني ثبت کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا سیګار دغه راپور د افغانستان له فساد سره د مبارزې د څارنې د عالي ادارې پر هڅو متمرکز دی.

دا اداره دنده لري چې د افغان لوړ پوړو چارواکو ټوله شتمني چې کله نوې وظیفه پیلوي او وروسته یې پریږدي، له اساسي قانون سره سم، ثبت کړي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، د دغه راپور له مخې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت ډېرو چارواکو دغه کارنه دی کړی.

د ۵۶ چارواکو له ډلې چې د دندې له پېلېدو سره یې باید خپله شتمني ښوولې وای، اوو یې هېڅکله دا کارنه دې کړی، د ۱۱ نورو د شتمنۍ او مالیې د ثبت فورمې هم کله نه دې تائید شوي.

د حامد کرزي د حکومت د ۴۷ چارواکو له ډلې چې دندې یې پای ته رسېدلي یا له هغو لېرې شوي، یوازې اتو یې د خپلې شتمنۍ فورمې ډکې کړې دي.

نیویارک ټایمز وړاندې د پخواني افغان ولسمشر په ګډون د یو شمېر پخوانیو چارواکو ثبت شويو شتمنیو ته کتنه کړې او لیکي چې په خپله کرزي چې په پاکۍ یې شهرت موندلی، د شتمنیو د ثبت په فورمو کې ویلي چې د جرمني په دوو بانکونو کې نغدې پیسې لري خو اندازه یې نه ده ښوولې.

د هغه پخواني مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم ویلي، دی او د کورنۍ غړي یې ۱۰ کورونه لري او پردې سربېره یوه اندازه ځمکه او نغدې پیسې لري خو نه یې د ځمکې او نه هم د پیسو اندازه معلومه شوې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو نومونه هم اخیستي چې خپله شتمني یې د قانون مطابق په سمه توګه نه‎ده ثبت کړې او په دې هېواد کې د اداري فساد په وړاندې د ځینوهغو مهمو ستونزو یادونه کوي چې سیګار په خپل راپور کې ورته اشاره کړې.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره کافي امکانات نه لري او نه هم دا اداره هغه خپلواکي لري چې د لوړ پوړو چارواکو د فساد د دوسیو د څېړلو لپاره ورته اړتیا شته.

ډې هېل:

بلې امریکایۍ خپرونې ډې هېل بیا په افغانستان کې د امریکایي اضافي سرتېرو د لګښت مسئله څېړلې ده او د کانګرس د استازیو د جرګې د غړي جمهوري غوښتونکي جوی ویلسن هڅو ته په اشاره لیکي:

ویلسن د تیرې سې شنبې په ورځ ولسمشربارک اوباما ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د هغو شاوخوا اته نیم زره سرتېرو د لګښتونو لپاره له کانګرسه نوره بودیجه وغواړي.

د خپرونې په وینا په دغه لیک کې ویلسن اوباما ته ویلي چې که غوښتنه یې نه‎شي منلی دا دې ورته واضح کړي چې کله یې په افغانستان کې د دغو اضافي سرتېرو د پاتې کېدو پریکړه اعلانوله دا یې سنجولې چې دغه ځواکونه اضافي لګښتونو ته هم اړتیا لري.

ډې هېل خپرونه لیکي:

د ویلسن له دغې غوښتنې سره په یوه وخت کې د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر ژمنه وکړه چې له تقاضا سره سم به په نوومبر کې یوه بودیجه تصویب شي.

XS
SM
MD
LG