د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

ډونالډ ټرمپ او هیلري کلېنټن په یوه مناظره کې برخه اخلي


د امریکا متحده ایالتو د جمهوري ریاست انتخاباتو کاندیدان ډونالډ ټرمپ او هېلري کلېنټن نن شپه په یوه مناظره کې برخه اخلي.

د امریکا متحده ایالتو د جمهوري ریاست ډیموکراټه کاندیده هېلري کلېنټن او جمهوري غوښتونکی کاندید ډونالډ ټرمپ په یوه او بل له میاشتو میاشتو انتقادونو وروسته دا دی نن شپه وخت لري څو په یوه مخامخه مناظره کې خبرې وکړي.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي دواړه کاندیدان په داسې حال کې سره مخامخ خبرې کوي چې د زیات شمېر امریکایانو له‎خوا یې په اړه منفي نظریات ډېر شوي دي.

د رپوټ له مخې د هېلري کلېنټن په اړه د ځینو خلکو د باور کمېدل او د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره د ډونالډ ټرمپ په عادتونو او سیاسي تعمق انتقادونه د منفي نظریاتو لویه برخه جوړوي.

هېلري کلېنټن
هېلري کلېنټن

کلېنټن چې تر دې مخکې یې د امریکا په دولت کې لویې څوکۍ مخته وړي په هغو رأیو ورکوونکو اتکا کوي چې دا د ولسمشر اوباما د پيل شویو کارونو د بشپړولو لپاره ثابته او غښتلې بولي.

د مېرمن کلېنټن په اړه په بهر کې هم داسې نظریات شته چې د اسلامي دولت د وسله‎والو د له‎منځه وړلو لپاره به پوځي عملیات جاري ساتي.

اسوشېټېډ پرېس د مېرمن کلېنټن د انتخاباتي کمپاین د مسؤل رابي ماک په حواله ویلي چې دا د اغلې کلېنټن لپاره یوه ښه موقع ده څو خپل پلانونه بیان کړي او پخوا یې په دې کار کې بریا تجربه کړې ده.

د جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ ډېرې ویناوې په اوسنیو سیاستونو انتقاد، د لنډ مهال لپاره امریکا ته د بهرنیو مسلمانانو د راتګ ممنوعیت او د ډېرو بدلونونو راوستلو ته ځانګړې شوي چې ځیني خلک‌یې اندېښمن کړي هم دي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند د ملي کمېټې رئیس رینس پرېبوس د کاندیدانو د مناظرې په اړه وویل چې ښاغلی ټرمپ د خلکو په ژبه خبرې کوي او زه باوري یم چې هغه به نن شپه بریالی وي.

د نن شپې مناظره به د دواړو کاندیدانو ترمنځ د درېیو مناظرو لومړۍ یوه برخه وي چې د نیویارک په هوفسټرا پوهنتون کې د «ان، بي، سي» چینل د کوربه لیسټر هالت له‌خوا پر مخ بیول کېږي.

د دوی ترمنځ دوه نورې مناظرې هم ترسره کېږي چې د اکتوبر په نهمه او نولسمه به وي.

‌ډونالډ ټرمپ
‌ډونالډ ټرمپ

درې واړه مناظرې د کابل په وخت د سهار په پنځه نیمو بجو پیل او په اوو بجو ختمېږي.

دا لومړی ځل دی چې هېلري کلېنټن له ډونالډ ټرمپ سره د جمهوري ریاست انتخاباتو په لومړۍ مخامخه مناظره کې برخه اخلي.

اغلې کلېنټن تر څلوېښت واره زیات په مناظرو کې برخه اخیستې خو معلومه نه‌ده چې د نن شپې په مناظره کې به ښاغلی ټرمپ چې سلاکارانو یې وار له مخه هغه ته د نرمښت او ارامۍ وړاندیز کړی څه ډول مناظره مخ ته یوسي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG