د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

ولې افغان مېرمنې ډېرې ځان وژنه کوي؟


ددې اوونۍ په خپرونه کې په دې خبرې کوو چې ولې د مېرمنو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي؟ ښځې کومو عواملو له مخې ځان وژنو ته مخه کوي؟ حل لارې یې څه دي؟ او کورنۍ څنګه کولای شي د ښځو د ځان وژنې مخنیوی وکړي؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي او د ځان وژنو په پېښو کې د ښځو ګراف نظر نارینه وو ته لوړ دی.

په افغانستان کې اکثره هغه مېرمنې او نجونې د بېلابېلو عواملو له کبله ځان وژنه کوي چې عمرونه‌ یې، له ۱۵ څخه تر ۲۵ کلونو پورې وي.

ژور خفګان، اجباري ودونه، کورني تاوتریخوالی، جنسي تېري، بې‌روزګاري او د نشه‌يي توکو استعمال هغه څه دي چې په هېواد کې یې د ځان وژنو پېښو ګراف لوړ کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې سږ کال په افغانستان کې د مېرمنو د ځان وژنو د پېښو کره شمېره نشته، خو د راپورونو له مخې لیدل کېږي چې د مېرمنو د ځان وژنو د پېښو ګراف لوړ شوی دی.

یو له هغو ولایاتو نه چې د سږکال په جریان کې ډېرو مېرمنو پکې د ځان وژنې هڅه کړې دایکندي ولایت دی،د دې ولایت د ښځو چارو رئیسې ذکیه رضایي په وینا د مخلتفو عواملو له امله د کال له پیله تر اوسه پورې نهه دېرش مېرمنو د ځان وژنې هڅې کړي دي.

که په یوه انسان باندې سخته راځي او له هرې خوا پرې ژوند تریخ شي نو ایا ځان وژنه د حل لاره ده؟

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:00 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG