د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د یکشنبې په شپه د یاد ولایت برمل ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې صفري نقطې ته نېږدې د منګړیتي سیمه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، په وژل شويو کسانو کې د القاعده شبکې او د حقاني ډلې درې مشهور قوماندانان شامل دي.
د پکتیکا د والي ویاند نبيالله پیرخېل نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دوی کشفي مالومات څرګندوي چې په وژل شویو وسلهوالو کې د القاعده شبکې او حقاني ډلې درې مشهور قوماندنان هم دي، خو تر اوسهيې د هویت په اړه کره مالومات نهدي ترلاسه شوي.
د ده په وینا چې د کشفي ارګانونو له څېړنو وروسته به د وژل شویو وسلهوالو د قوماندانانو په اړه معلومات د رسنیو سره شریک کړي.
نبيالله پیرخېل زیاته کړه:
"تېره شپه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کې د منګړیتي په سیمه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو همداراز د ائتلافي ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ تنه وسلهوال مخالفین وژل شوي دي، زموږ د کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې ویل کېږي چې په دغو وژل شویو کې د القاعده شبکې او حقاني شبکې درې تنه مشهور قوماندانان هم شامل دي، خو په دې باندې کشفي ارګانونه کار کوي څو په ډاګه کړي چې په دې مشهورو قوماندانانو کې څوک دي، خو ۱۱ تنه وژل شوي دي چې دا وسلهوالو ته لویه ضربه ده."
نبيالله پیرخېل یاد برید د پکتیکا د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او یادو ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ د ډېریدو په معنی بولي.
بل لوري ته په دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني استخباراتو یوې سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته د نوم نهښودلو په شرط ویلي چې تېره شپه د پکتیکا په لمن سیمه کې افغان او نړیوالو ځواکونو عملیات کړي چې په وژل شویو وسلهوالو کې د تحریک طالبان پاکستان د مسید ډلې ویاند اعظم طارق هم شامل دی.
د اعظم طارق اصلي نوم رئيس خان و او سرچینې وايي چې په بمبارۍ کې د اعظم طارق زوی او د شمالي وزیرستان د مده خېلو دوه نور وسلهوال وژل شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې نن یکشنبهيې د اعظم طارق مړی لیدلی دی، دوی وویل، د عملیاتو پر وخت امنیتي چارواکو ورته له کورونو څخه د نهوتلو لپاره ویلي وو.
راپور: نجیبالله الوخېل